Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

'فریډم‌نو' د طالبانو له بنده د ژولیا پارسي د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو سازمان یا 'فریډم‌‌نو' د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي د ژر تر ژره خوندي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


د بشري حقونو سازمان یا 'فریډم‌‌نو' د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي، یوه اوونۍ کېږي چې د ښځو د حقونو فعاله او معترضه ژولیا پارسي له خپل زوی سره يې د طالبانو له‌خوا په زور له کوره ایستل شوي او نیول شوي دي.


د 'فریډم‌‌نو' سازمان زیاته کړې: "موږ باید ژولیا پارسي او نور هغه مدني فعالان چې د طالبانو په بند کې دي، هېر نه‌کړو."


د ښځو د حقونو فعاله او د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې ژولیا پارسي د تېرې اوونۍ چهارشنبې په ورځ د طالبانو لخوا په کابل کې له خپل زوی سره ونیول شوه.


د طالبانو د دې نیونې په اړه څه نه دي ویلي.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د هغې د برخلیک په اړه د کورنۍ غړي یې وپوښتي، خو اړیکه یې ځواب نه شوه.


د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو د خوځښت بنسټ ایښودونکې هدا خموش ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول نیونې د معترضو ښځو پر اعتراضونو او غږ پورته کولو منفي اغېز لري.




هغې وویل: "دا د ښځو پر غږ پورته کولو بد اغېز لري او د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ځپلو او د دوی پر وړاندې پر محدودیتونو هم تاثیر لري. موږ دې ته اندېښمن یوو چې دا څه ډول پروګرام دی چې هغه ښځې چې خپل غږونه پورته کوي، نیول کېږي."


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د طالبانو حکومت له‌خوا د افغان مدني فعالانو د نیولو د دوام د لاملونو او د دوی د خوشې کېدو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتو خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو یې پوښتنې ځواب نه کړې.


'فریډم‌‌نو' څو ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د مدني فعالانو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکو بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه.


د ښځو د حقونو فعاله اوږۍ امېل وايي د 'فریډم‌‌نو' په څېر د بشري حقونو سازمانونه باید د ژولیا پارسي او د نورو هغو فعالانو د خوشې کولو لپاره عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي چې د طالبانو په بند کې دي.


امېل وویل: "دوی دې خپل غږ پورته کړي او د دوی د خوشې کولو لپاره دې هلې ځلې وکړي. ځينې نور هم چې داسې په بند کې وو او غږونه پورته شول، هغوی خوشې شول، نو کېدای شي چې دا هم خوشې شي انشاالله."


د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې یو ډېر شمېر معترضې مېرمنې، د پوهنتون استادان، خبریالان او مدني فعالان له دې امله نیولي، بندیان او شکنجه کړي چې د دوی د حکومتولۍ په بڼه یې انتقاد کړی دی.


یو شمېر دغه فعالان له بنده خوشې شوي، خو د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع‌الله ویسا، رسول پارسي او مرتضی بهبودي په ګډون یو ډېر شمېر یې لا هم د دوی په بند کې دي.




که څه هم بېلابېلو سازمانونو په وار وار د دوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه په خپلو پرېکړو کې کوم بدولون نه دی راوستی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus