Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغان سفارت: د هند د نه ملاتړ له امله فعالیت ختمولو ته مجبور شوو، دوه قونسلګرۍ: موږ به فعال یوو

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ د اکټوبر له لومړۍ نېټې وروسته، د خپلو ورځنیو چارو د بندولو پرېکړه اعلان کړې.


سفارت تېره شپه خپله اعلامیه کې چې په رسمي فیسبوک‌ او ایکس‌پاڼو یې خپره کړې، دا پرېکړه مجبورانه، خواشینونکې، ناهیلې کوونکې او د مایوسۍ وړ بللې.


د افغان سفارت په اعلامیه کې د دې فیصلې لامل په هند کې د ډیپلوماټیک ملاتړ او په کابل کې د مشروع او فعال حکومت نه‌شتوالی په توګه شوی.


اعلامیه کې د سفارت لپاره د منابعو کموالی او د ډیپلوماټانو لپاره د ویزې د نوي کولو د وخت او بشپړ ملاتړ نشتوالی هم د دې پرېکړې د لاملونو په توګه یاد شوي دي.


تر اوسه نه د هندوستان او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه څه‌ ویلي دي.


په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې د دې یادونه هم شوې، چې د سفارت ټول ملکیتونه او تاسیسات د کوربه هېواد محافظتي واک ته سپارل کېږي او دوی"په نوي ډهلي کې افغان سفارت" غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې په کابل کې یوه مشروع حکومت ته د سفارت ودانۍ او شتمنۍ انتقال شي.




په هند کې د افغانستان سفارت په خپله اعلامیه کې د افغان سفارت په ملکیتونو او ودانیو د افغانستان د ملي بیرغ پر پورته کولو هم ټینګار کړی دی.


خو بل خوا بیا د هند په ممبۍ او حیدراباد ښارونو کې د افغانستان قونسلګریو یوه اعلامیه کې د خپلو فعالیتونو د دوام خبر ورکړی دی.


په هغه اعلامیه کې چې په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ د سپټمبر په ۲۹مه په خپله رسمي فیسبوک‌‌پاڼه خپره کړې راغلي:" دوی هغه شایعات په کلکه ردوي چې ګنې د دوی فعالیتونه تړل کېږي. "


خو په نوي ډّلي کې د افغانستان سفارت بیا پرته له دې چې د کومې قونسلګرۍ نوم واخلي د دې موضوع د روښانتیا په اړه خپله اعلامیه کې لیکلي"د دې قونسلګریو هر ډول کړنې د یوه مشروع او منتخب حکومت له اهدافو سره په ټکر کې دي او د یوه نامشروع رژیم ګټو ته خدمت کوي. "


ازادي راډیو په ممبۍ کې د افغانستان له قونسلګرۍ سره اړیکه ونیوه، خو ځواب یې را نه کړ.


د ویلو ده، چې له دې وړاندې هم د روان کال په مې میاشت کې په هند کې د افغانستان سفارت دننه د کړکېچ په اړه ازادي راډیو اسناد تر لاسه کړل.


په دې اسنادو کې لیدل کېدل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قادرشاه په نوم د دغه سفارت یو کارکوونکی په نوي ډهلي کې د نوي شارژدافیر په توګه ګمارلی، خو هغه مهال په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي ازادي راډیو ته وویل، دوی د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني.


ښاغلي ماموندزي هغه اسناد هم ازادي راډیو ته وسپارل چې پر بنسټ یې قادرشاه له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی او له مرموزو کسانو سره په اړیکو تورن شوی دی.


خو قادرشاه بېلابېلو رسنیو سره خبرو کې په ځان لګېدلي تورونه رد کړل.


لا معلومه نه‌ده چې د هند حکومت د افغانستان د سفارت په اړه څه پرېکړه کوي، خو له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، سره له دې چې محدود شمېر هېوادونه ته یې خپل استازي استولي، لا یې حکومت چا په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus