Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قمي: د هلمند سیند کې د اوبو اندازه د نورمال اوبیز کال په پرتله کمه ده

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي وايي، افغانستان ته په سفر کې د دوی متخصصانو منلې چې د هلمند په سیند کې د اوبو اندازه د نورمال اوبیز کال په پرتله کمه ده.


د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره 'دهراود دستګاه' څخه د ایراني پلاوي له لیدنې یوه اوونۍ وروسته، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي وايي، دوی ته معلومه شوې چې د هلمند په سیند کې د اوبو کچه کمه ده.




حسن کاظمي قمي پرون په خپل ایکس X شبکه یا پخواني ټویټر ولیکل: "د لېږل شویو کارپوهانو د مشاهدې له مخې چې دهراوود دستګاه یې لیدلې او اندازه کړې، د ۱۴۰۲ کال زمري میاشت کې د اوبو د جریان اندازه د یوه نورمال اوبیز کال په پرتله کمه راپور شوې ده."


په افغانستان کې د ایران سرپرست سفیر له دهراوود دستګاه څخه د ایراني پلاوي لیدنه او د اوبو د کچې د اندازه کولو د اجازې ورکړه، د افغانستان او ایران ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او تعامل لپاره مثبته نښه بللې ده.


خو کاظمي قمي هر وخت او په منظم ډول د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې په معلومونې او تر خوا یې ایران ته د هوکړې پر بنسټ، د اوبو په پرېښودو ټینګار هم کړی دی.


تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې له دهراوود دستګاه څخه د اوبو د اندازه کولو لپاره د ایراني پلاوي لیدنه تایید کړه او زیاته یې کړه، دې پلاوي منلې چې افغانستان وچکالۍ سخت ځپلی.




له ۱۳۵۱کال وروسته چې افغانستان او ایران د هلمند د سیند د اوبو په اړه هوکړه وکړه، دا لومړی ځل و چې یو ایراني پلاوي ته د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې ډول څارنې اجازه ورکړل شوه.


افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو په اړه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې، هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکول کېږي، خو وروستیو کې د ایران د ولسمشر په ګډون د دغه هېواد چارواکو نیوکه وکړه چې دوی ته په یاده اندازه اوبه نه پرېښودل کېږي.




د طالبانو حکومت یې بیا په ځواب کې وویل، چې د هلمند د سیند اوبه کمې شوي او تر خوا یې په کمال خان بند کې هېڅ اوبه نه‌شته چې ایران ته ورسېږي.


د ویلو ده چې په افغانستان کې دننه هم خلک د وچکالۍ له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو ځایونو ته کډه شي.


تر خوا یې د ژغورنې نړیوالې ډلې سږ کال افغانستان په نړۍ کې درېیم هغه هېواد یاد کړ چې د اقلیمي بدلون له امله یې ډېر زیان لیدلی او په ځانګړي ډول پرله‌پسې وچکالۍ خورا سخت ځپلی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus