Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل، کاناډا او جرمني اعتراض کوونکي: طالبانو ښځې په کورونو کې بندیانې کړي، خو بیا هم نړۍ دوی په واک کې ساتل غواړي

د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنۍ په مناسبت، په کابل، کاناډا او جرمني کې یو شمېر افغانو ښځو د هغه څه په غبرګون کې، چې د طالبانو له لوري یې د ښځو د حقونو نقض بولي، اعتراضیه غونډې کړي دي. 


په دې لړ کې، د کابل د انتقادي مکتب غړو د دوشنبې په ورځ د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په مناسبت په پوښلې فضا کې اعتراضیه غونډه وکړه. 


دغو ښځو په خپله اعتراضیه غونډه کې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ پر تګلارې نيوکې وکړې او ويې ويل چې طالبانو ښځې د کورونو په څلورو دیوالونوکې زنداني کړې دي. 


له دغو ښځو څخه یوې یې نسرین فرامرز ازادي راډيو ته وویل: " په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه دوه کاله تېریږي دوی د افغانستان ښځې په بشپړه توګه د کور په څلورو دیوالونوکې بندیاني کړې د، موږ د نړۍ د سیاستونو پر ضد اعتراض لرو، چې تر ننه پورې د طالبانو حکومت په واک کې ساتلو هڅه کړې. "  


په ورته وخت کې په کابل کې د « د خود جوشه ښځو غورځنګ » په نوم د ښځو یو بل خوځښت هم د دوشنبې په ورځ  د اګسټ پر ۱۴ مه، د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنۍ په مناسبت اعتراضیه غونډه وکړه .    


 د دغه ِغورځنګ په اعلامیه کې په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ته اشاره شوې ده. 


 




 په غونډه کې ګډونکونکې او د دغه حرکت غړې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل: " په دې اعلامیه کې موږ د بشري حقونو هغه لوی راپورونه چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په ګوته کړي دي، موږ هم په ګوته کړي او د نړۍ په خپلو ټکو غږیږو. "   


په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوه کلنۍ سره سم په دغه هېوادکې دننه او بهر د دوی د کړنو پر ضد اعتراضیه غونډې پراخې شوي.


د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د جرمني په برلین او د کاناډا په تورنتو ښارونو کې هم اعتراضونه وشول.


  د ښځو او ماشومانو د حقونو فعالې او د کاناډا په تورنتوکې ښار کې د اعتراض یوې تنظیموونکې زرقا یفتلي ازادي راډیو ته وویل: " نن له بده مرغه افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې خلک یې له خپلو ټولو اساسي حقونو څخه بې برخې دي، په ځانګړي ډول زموږ د هیواد له پنځوس سلنې څخه زیات نفوس چې ښځې دي، نن ورځ له خپلو ټولو لومړنیو او اساسي حقوقو څخه محرومې دي، دوی د کار کولو، زده کړې، د ټولنیز کار او سیاسي مشارکت حق نه لري. "   


د کاناډا د تورنټو په ښار کې له ښځو سره په لاريون کې نارينه وو هم برخه اخيستې وه، چې په پرېکړه ليک کې د دوحې د تړون په لغوه کولو او د يوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو پر هڅو ټينګار وشو ، چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي وي . 


 




 د جرمني په برلین ښار کې د افغان ښځو د لاریون یوې ګډونوالې فوزیې وحدت ازادي راډیو ته وویل: " پرون ماښام په برلین کې یو شمیر افغانان د اګست د ۱۵ نیټې په مناسبت راټول شول ، او مظاهره یې وکړه ، دغو ګډونوالو یو ځل بیا د افغانانو د عدالت غوښتنې غږ پورته کړ ، له نړۍ او د اروپا له خلکو یې وغوښتل چې د افغانانو تر څنګ ودریږي. طالبان دې په رسمیت نه پېژني ، او له طالبانو سره دې په هېڅ ډول تعامل نه کوي. "


په افغانستان او نورو هیوادونو کې د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنۍ په مناسبت د افغانانو له خوا اعتراضیه غونډې دوام لري.


د دغو غوندو په اعلاميوو کې د طالبانو له خوا د کار، زده کړو، ټولنيزو او سياسي فعاليتونو په برخو کې پر ښځو د بنديزونو او له ټولو حقونو څخه د دوی د بې برخې کولو يادونه شوې ده. 


په اعلاميه کې له ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي هېوادونو او د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو هم غوښتل شوي، چې له طالبانو سره مرسته او همکاري بس کړي، او پر ځای يې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي. 


اعتراض کوونکې ښځې داسې مهال نړیواله ټولنه له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو نړیوالو سازمانونو تل د افغان میرمنو د ملاتړ او پر ښځو د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو لپاره غونډې کړي  او په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړي دي.


دا اعتراضونه په داسې مهال دي، چې د طالبانو د حکومت چارواکي او ویاندویان ښځو او نجونو ته د اسلام په چوکاټ کې د حقونو د ورکړې ادعا لري او له دې اړخه پر دوی کیدونکې نیوکې بې بنسټه بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus