Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مککال: افغانستان سره مرستې باید تر هغو ودروو، چې د طالبانو لاس ته یې په نه رسېدو ډاډه شوو

 د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند غړی وايي، چمتو دی چې له افغانستان سره مالي مرستې تر هغو ودروي چې په اړه یې ډاډ ترلاسه کړي. 


مایکل مک کال د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې طالبان ښځې ځپي او هغوی ته د زده کړو او کار اجازه نه ورکوي.


هغه زیاته کړه، له دې امله چې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو بودیجه د مالیه ورکوونکو له پیسو تمویلېږي، نو دوی باید ډاډمن شي چې طالبان له دې مرستو ګټه نه اخلي.


"موږ ډاډ ته اړتیا لرو چې دا پیسې سمو لاسونو ته رسېږي او په افغانستان کې به له ښځو سره مرسته کوي. که طالبان موږ ته دا ډاډ نه شي ورکولی، زه فکر کوم موږ باید چمتو واوسو چې دا بودیجه د یوه لرګي په څېر پرې کړو، نه لکه یوه ګازره یې هغوی ته ورکړو.."




 تر دې مخکې د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي وو چې ګنې دوی په نړۍوالو بشري مرستو کې مداخله کوي.


شاوخوا څلور ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دوی د نړیوالو مرستو د روڼ او خپلواک وېش لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړی دی.


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر څو ورځې مخکې هم ویلي و چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د یوې ترهګرې ډلې جیبونو ته ځي.


ښاغلي مک کال دغه څرګندونې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د وروستي راپور په غبرګون کې کړې وې چې په کې ویل شوي و په بشري مرستو کې طالبانو له مداخلې سره هم واشنګټن په تېرو ۲ کلونو کې له افغانستان سره ۲.۳ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. 




 د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو ګواښ شته.


نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ جګړه ده او د افغانستان مسله د امریکا د راتلونکو ټاکنو مهمه موضوع ده.  


"مک کال د طالبانو خبره نه مني، خو هغه د خپل حکومت او یا هم د بایډن د حکومت غړي احضاروي او له هغوی پوښتي چې ووايي سل په سلو کې دا پیسې د طالبانو لاس ته نه رسېږي خو دا ډېره ستونزمنه ده، نو د مرستو د بندېدو خطر شته. خو و به لیدل شي چې د دوو ګوندونو ترمنځ څه ډول خبرې کېږي."


د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په اړه داسې مهال خبرداری ورکول کېږي چې د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړمنو شمېر له ۲۹،۲ میلیونو وګړو څخه ډېر شوی.


په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکړی و، چې که د ژمي تر پیلېدو مخکې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې اړو کسانو ته و نه رسېږي، په دې هېواد کې به د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه کسان له لوږې سره مخ شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus