سټیفن فاین له کرکټ سره مخه ښه وکړه
ښاغلی فاین له ډېره وخته د زنګون د ټپ له امله وزورېد او بلارخره اړ شو، چې په ۳۴ کلنۍ کې له کرکټ تقاعد واخلي.
نوموړي په ۱۲۶ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې د انګلستان استازولي کړې ده، چې ټولټال یې ۲۵۴ ویکټې اخستي دي.
هغه د خپل تقاعد په تړاو وویل، ۱۲ میاشتې مې د خپل وجود له دردونو سره مقابله وکړه، خو ونه توانیدم، چې ماتې ورکړم.
سټیفن فاین په ۲۰۰۵ ز کال کې کرکټ پیل کړی و، خو د ټپونو له امله یې په دوامداره توګه کرکټ ونه کړ.باید وویل شي، چې څو اوونۍ وړاندې د انګلستان بل چټک توپ اچونکي سټوارټ براوډ هم له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.