Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چارواکي: د اوکراین جنوب کې د روسیې د حملو له کبله ۷ ملکیان وژل شوي

اوکرایني چارواکو د دغه هېواد په جنوب کې د روسیې د حملو له کبله د ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.


د اوکراین د خرسون سیمې پوځي ادارې نن د ټلګرام په یوه پیغام کې اعلان وکړ، چې د روسیې په راکټي حمله کې د یوه نوزېږي او بل ۱۲ کلن ماشوم په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي.


په دغو پېښو کې ۶ کسان ټپیان شوي دي.


د حملې په نتیجه کې د څو ساحو د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې دي.


د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا د نیکوپول ښار په شا و خوا کې هم پر ملکي ساحو د حملې خبر ورکړی دی.


چارواکي وايي، لس توغندي پر نیکوپول او چیرونو ګري ګوریفسک ښارګوټي لګېدلي دي.


د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خارکیف په شرقي، د دونیڅک سیمې په غربي برخه او د زاپوریژیا په روبوتین کې ۳۹ وسلوالې نښتې شوې دي.


په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت راپور ورکړی، چې په روسیه کې یې پر ځینو اهدافو د دوی په ټکو د اوکراین د تروریستي حملو هڅې شنډې کړې دي.


د وزارت په وینا، د اوکراین دوې بې پیلوټه الوتکې یې د بیلګورود پر فضا او یوه بله کورسک سیمه کې نسکوره کړې ده. د دې پېښې په نتیجه کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو نه شي کولی چې د جګړې په ډګر کې ورکړل شوي راپورونه په خپلواک ډول تایید کړي.


بل لوري ته، د اوکراین لویې څارنوالۍ نن یکشنه ویلي، چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله لږ تر لږه ۵۰۰ ماشومان وژل شوي او یو زر او اووه نوي نور ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، دا نهايي شمېرې نه دي، ځکه په هغو سیمو کې چې د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوي یا هم تازه بېرته نیول شوي، د کره اطلاعاتو راټولول سخت کار دی.


د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، زیاتو ماشومانو ته په دونیڅک، خارکیف، کییف، خرسون، زاپوریژیا، میکولایف، دنیپروپیټروفسک، چرنيهیف او لوهانسک کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې تر ۹۳۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي او تر ۱۶۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.


ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې دقیق شمېر ځکه لوړ دی، چې له ځینو سیمو چې سختې جګړې په کې روانې دي اطلاعات په ځنډ ترلاسه کېږي او ګڼ راپورونه لا هم تایید ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus