Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قمي: ایراني پلاوي په هلمند کې د اوبو د معلومونې له دستګاه لیدنه کړې

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سرپرست سفیر وايي، د دوی یو پلاوي وروستیو کې د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د 'د هراود دستګاه' څخه لیدنه کړې.


د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي خبر ورکړی چې د دوی یو پلاوي په لومړي ځل په هلمند کې د دهراود د اوبو کچې د معلومونې له دستګاه لیدنه کړې.


د دهراود دستګاه د کجکي بند څخه پورته ده او د هلمند سیند ته د بهېدونکو اوبو اندازه معلوموي.


حسن کاظمي قمي پرون د 'اخرین خبر' په نوم ایراني رسنۍ سره مرکه کې ویلي: "د هوکړې پر بنسټ، ایران کولای شي ووايي چې موږ قناعت نه‌لرو او موږ باید ولاړ شوو او د اوبو معلومونې لپاره د دهراود ایستګاه ووینوو. دا له طالبانو سره موږ هوکړه وکړه او دا کار وشو. دا اوس چې زه تاسې خبرې کوم، زموږ تخنیکي پلاوی کابل کې دی."




قمي دا هم ویلي چې دا پلاوی به ژر خپل راپور دوی ته وړاندې کړي او و به لیدل شي چې د دوی د متخصصانو اخذ څه دی.


 


خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت کجکي او کمال خان بندونو ته د ایراني کارپوهانو د سفر په اړه راپورونه رد کړل.


اریانا نیوز خصوصي تلوېزیون د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد له قوله لیکلي چې د ۱۳۵۱ لمرذیز لېږدیز کال د تړون له مخې، ایراني لوری یوازې د ځانګړیو شرایطو او میکانېزم له مخې له دهراوود سټېشن څخه لیدنه کولی شي.


خو نوموړي دا نه دي ویلي چې ایراني کارپوهانو له دهراوود سټېشن څخه لیدنه کړې که نه.


د یادونې ده چې نږدې درې اوونۍ وړاندې کاظمي قمي ایراني رسنیو ته ویلي وو چې طالب چارواکو د دې پلاوي له تلو سره موافقه کړې ده.


د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر مني، دا لومړی ځل دی چې د دوی پلاوي ته د دې دستګاه د لیدنې اجازه ورکول کېږي.


افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو په اړه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې، هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکول کېږي.


د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو ویل، ایران ته نه یوازې دا چې خپل حق ورکول کېږي، بلکې د کمال خان بند له جوړېدو وړاندې له دې اندازې زیاتې اوبه هم ور روانې وې.

د طالبانو حکومت داسې مهال په هلمند کې د اوبو د معلومونې له دستګاه څخه ایراني پلاوي ته د لیدنې اجازه ورکوي چې له دې وړاندې ایراني چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې دوی ته د هوکړې پر بنسټ، اوبه نه پرېښودل کېږي.


تر دې چې د ایران جمهور رییس ابراهیم رییسي طالبان وګواښل چې د ده خبري جدي وګڼي.




خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هغه په ځواب کې وویل، د هلمند د سیند اوبه کمې شوي او تر خوا یې په کمال خان بند کې هیڅ اوبه نه‌شته چې ایران ته ورسېږي.




دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې نړیوالې ډلې افغانستان په نړۍ کې درېیم هغه هېواد یاد کړی چې د اقلیمي بدلون له امله یې ډېر زیان لیدلی او په ځانګړي ډول پرله‌پسې وچکالۍ خورا سخت ځپلی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus