Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امنیت شورا: په افغانستان کې د داعش فعالیت زیات او وضعیت لا پېچلی شوی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعالیت زیاتېدو ته اندېښنه ښيي او وايي، د دې هېواد وضعیت لا پسې پېچلی شوی او سیمې او نړۍ ته یې یو ګواښ رامنځته کړی دی .

نړیوالې سولې او امنیت ته د داعش له‌خوا د متوجه ګواښ او ورسره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په ۱۷م راپور کې چې امنیت شوراته یې ورکړی راغلي، داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپلې عملیاتي وړتیاوې زیاتې کړي او تر خوا یې د وسله‌والو او د کورنیو د غړو شمېر یې له ۴زرو تر ۶زرو کسانو پورې اټکل شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې تل ویلي، چې دوی په افغانستان کې داعش ډله ځپلې ده.

خو د امنیت شورا په نوي راپور کې د طالبانو د ادعا بر عکس د دې سازمان د ځینو غړو هېوادونو له قوله لیکل شوي چې په بلخ، بدخشان او بغلان کې د طالبانو په لوړ پوړو چارواکو د بریدونو په پایله کې د دې ډلې مورال لوړ شوی او له دوی سره یې د نورو وسله‌والو جذب زیات کړی دی.

 



په راپور کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې له داعش خراسان څانګې سره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ اړیکې جوړې کړي، دواړو ډلو په مشترک ډول خپل تبلیغاتي پوسټرونه خپاره کړي او ان د دې غورځنګ یو شمېر غړو د داعش خراسان څانګې عملیاتو کې هم ونډه اخستې.

موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي وو، چې وروستیو کې په افغانستان کې بریدونه د بهرنیو کسانو له‌خوا شوي دي.

اخوا د امنیت شورا په راپور کې دا هم راغلي، چې د هند په نیمه لویه وچه کې د القاعده یو شمېر غړي له داعش سره همکارۍ ته لېواله دي.

امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته په افغانستان کې وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو ته د داعش خراسان څانګې په لاس‌رسي هم اندېښنه ښودل شوې.

راپور کې لیکل شوي، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې مخکنیو افغان ځواکونو ته د ناټو له‌خوا ورکړل شوې وسلې او پوځي تجهیزات د پاکستاني طالبانو له‌خوا داعش او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورکړل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت موده وړاندې په یوه اعلامیه کې له افغانستانه د وسلو د قاچاق موضوع رد کړه.

امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې اوس‌مهال د داعش تر ټولو ستره جګړه‌ییزه تګ‌لاره ځانمرګي بریدونه ښودل شوي دي، خو د دې یادونه هم شوې چې دا ډله اوس‌مهال په خپلو جوړښتونو کې د ماهرینو یوه تش په نامه کمېټه جوړه کړې چې د بریدونو لپاره نوې لارې لټوي.

 



په افغانستان کې وخت په وخت د بیلابیلو بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې منلې دی او طالبانو هم د دوی پر مرکزونو د عملیاتو خبرونه خپاره کړي دي.

که څه هم د داعش ډلې مشران په پرله‌پسې ډول وژل شوي، خو امنیت شورا وايي، دا له وخته وړاندې ده چې د دې کسانو په وژل کېدو سره د داعش د عملیاتي اړخ د کمزوري کېدو په اړه ډاډ ورکړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus