Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اقتصادي وضعیت خرابیدل؛ هلمند کې د لبنیاتو بازار سوړ شوی

«پنځه لبنياتو سره په لېن کې يو، پر هغو لا کله کله ډېرې وي، وايي مه يې راوړه. .»


دا د ازاد شاه خبرې دي، هغه څوک چې د هلمند ولايت لوی مانده سيمه کې ۱۲ غواګانې لري او هره سهار تر ملا اذان وروسته لبنياتو ته د پلور لپاره شيدې وړي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل، تېرو کلونو کې يې کاروبار دومره ښه و چې حتی د يوه لبنياتو د شيدو غوښتنه يې نه‌شوای پوره کولی، خو اوس د ده له ۱۲ غواګانو لوشل شوې شيدې حتی پر شپږو لبنياتو هم ډېرې دي.


نوموړې وايي: "مخکې له يو لبنيات سره لېن وم، کاروبارونه ښه و، اوس د پخوا په نسبت کارونه سره کمزوري دي، نو په دغه خاطر پنځه – شپږو لبنياتو ته شيدې ورکوو، دغسې مشکلات خو نو شته خامخا."




د سردارولي په نوم يو بل ځوان چې د لښکرګاه څنګلوري سيمې بولان اوسېدونکی دی وايي، د ورځې پنځه منه شيدې لبنياتو ته ورکوي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "پخوا موږ ډېرې شيدې لبنياتو والا ته ورکولې، اوس کارونه سره خراب دي، پيسې سره کمې دي، ورکې دي، له خلکو چې پوښتنه وکړې، وايي داسې مفلستياوې دي."


په هلمند کې د خوندور په نوم د يو لبنيات مسؤل حضرت محمد ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، مخکې يې کاروبار ښه و، خو اوس د خلکو د کمزوري اقتصادي وضعيت له امله د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي.


نوموړی وايي: "زموږ دکاندارۍ پخوا ډېرې ښې وې، ځکه ښه فروشات مو درلودل، اوس د پخوا په پرتله باندې د خلکو اقتصاد کمزوری دی، هغه رقم مصرفونه چې پخوا به خلکو کول، اوس د هغه پر نيمايي لا نه‌کوي، که يې وکړي ټوله بس په پور يې وړي خلک. بيا هم خلک مجبوره دي، شيدې مستې شلومبې وړي."




 


دا چې ولې د نورو کاروبارونو ترڅنګ د شيدو او په ټوله کې د لبنياتو بازار خراب شوی دی، په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان الکوزي ازادي راډيو ته وويل: "تقاضا په مارکېټ کې کمه ده، پخوا تقاضا زياته وه، فرضاً لبنيات خارجي قوتونو هم اخيستل، همدارنګه داخلي قوتونو هم له هغو نه استفاده کوله، د پوځ افسرانو يا نورو خلکو. نو تقاضا په مارکېټ کې ډېره وه، مصرف ډېر و، ځکه دا لبنيات خو موږ خارج ته نه لېږو او نه خارج ته ځي، دا ټول په افغانستان کې مصرفېږي."


نوموړی وايي، ترڅو چې افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري ختمه نه‌شي د بازار د نه‌شتون ستونزه به وي.


د یادونې ده، چې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته په دغه هیواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته شوې، کارو باریان وايي بازارونه یې ساړي شوي او خلک هم شکایت لري چې اقتصاد یې کمزوری شوی او د ډېرو لومړنیو اړتیاوو د اخیستلو توان هم نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus