Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د کتابونو نندارتون؛ موخه یې مطالعې ته د ځوانانو او په ځانګړي ډول د نجونو هڅول دي

د کابل ښار د خیرخانې مېنې په ګولايي سینما سیمه کې د یوه واټ پر سر د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ شوی.


یکشنبه د دې نندارتون لومړۍ ورځ وه.


د دغه نندارتون یوه تنظیمونکي شریفې حصار ازادي راډیو ته وویل، له دې کار څخه د دوی موخه د ځوانانو تر منځ او په ځانګړي ډول د زده کړو محرومو نجونو تر منځ د کتاب لوستلو فرهنګ دودول دي.


خو دا وايي، پر ښځو لګیدلي محدودیتونه لامل شوي چې د نندارتون په لومړی ورځ په نندارتون کې هیڅ ښځه هم ګډون ونه کړي.


هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا نندارتون مو ځکه جوړ کړی، چې نجونې راشي او کتابونه په کمې بیې واخلي، څو په کور کې د بیکارۍ پر مهال هغه ولولي، که څه هم موږ خبرتیا په فیسبوک او نورو مجازي پانو کې هم شریکه کړې، خو له بده مرغه له هغه وخت راهیسې چې موږ نندارتون پرانیستی، لا تر اوسه یوه نجلی هم نده راغلې، څو له کتابونه لیدنه وکړي، یوازې هلکان راغلي او بس."


اغلې حصار وویل په دې وروستیو کې د کتاب لوستلو فرهنګ د ځوانانو ترمنځ ډیر پیکه شوی، او دې له زده کړو محرومو ټولو نجونو څخه غوښتنه کوي چې راشي، او د بېلابېلو کتابونو په اخیستلو سره د خپل پرمختګ لپاره هڅه وکړي.




 


د کتابونو دا نندارتون د( نوید هوشمند و راوي هوشمند) تعلیمي او فرهنګي بنسټ او د اریانا خپرندویه ټولنې په همکارۍ جوړ شوی دی.


په دغه نندارتون کې بېلا بېل کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.


د دغه نندارتون یوه نندارچي ارش احمدي وویل، د ورته نندارتونونه جوړیدل د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره ډیر مهم دي.


نوموړي وویل: "زه دا چې د کتاب لوستلو سره لېوالتیا لرم ‌ ډیر خوشاله شوم، راغلم او په نندارتون کې مې ګډون وکړ، په ټولیزه ټوګه اوس عصر کې د داسې نندارتون جوړیدل ډېر ګټور او اغېزناک دي."


د پوهنې او ټولنیزو چارو پوه شیر دل پاڅون وايي، په افغانستان کې د مطالعې د دود د پیکه والي یو لامل، په افغاني ټولنه کې لوستو کسانو ته لومړیتوب نه ورکول دي.


پاڅون وایي: "مطالعه د هر انسان په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لامل ګرځي او انسان خپل هدف ته رسوي، دا چې اوس مهال د مطالعې فرهنګ له منځه تللی، لامل یې دا دی چې په اوسنیو شرایطو کې لوستو کسانو ته لومړیتوب نه ورکول کیږي او ښځینه چې د نورو په پرتله له زده کړو بې برخې دي باید خپل مورال له لاسه ورنکړي او هڅه وکړي چې د مطالعې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي."


د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت نجونې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو راګرځولې دي او دوی اکثره د کور په څلور دېوالونو کې له زده کړو لرې له یو بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus