Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غزني کې پر خلکو د طالبانو د ډزو ضد و نقیضې ادعاوې؛ سرچینې: ۲ تنه یې وژلي

په غزني ولایت کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې د جمعې په ورځ په دغه ولایت کې د طالبان لخوا په ډزو کې دوه کسه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.


ځینو سرچینو له سیمې څخه ازادي راډیو ته د یو شمېر ویډیوګانو له استولو سره ادعا کړې، چې په غزني کې د عاشورا ورځې پر ویر کوونکو د طالبانو د پرونیو ډزو ځينې څنډې یې عکاسي کړي دي.


په یوه ویدیو کې یو ځوان په ځمکه پروت دی او نور په تېښته کې ليدل کیږي.


ويل کېږي چې دا ځوان په ډزو لګېدلى دی.


له سيمې يوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپورکې خپور شي، ادعا کوي چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د غزني ولایت د مرکز په نواباد او قلعه شهدا سیمو کې طالبانو خورېدو لپاره د محرم مراسمو د ګډون کوونکو په منځ کې هوايي ډزې کړي چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي.


دغې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي دوه ځوانان محمد ابراهیم او غلام علي نومېږي.


د سرچینې په وینا، محمد ابراهيم ١٢ کلن او غلام علي ١٩ کلن و.


هڅه مو وکړه، چې د دغو دوو قربانیانو له کورنیو سره خبرې وکړو، خو د امنیتي ستونزو له امله د خبرو لپاره حاضر نه شول.




یادې سرچينې د دې پېښې په اړه وويل: " د قلعه شهده او نوآباد سیمو ترمنځ ډزې وشوې غلام علي دلته ووژل شو او د خلکو تر تیتدو وروسته د ابراهیم په نوم یو بل ځوان هم وویشتل شو. "


دغه سرچینه ادعا کوي چې طالب ځواکونه د جمعې په ورځ د یو شمېر هغو کسانو د نیولو په لټه کې دي چې په دې سیمه کې یې تګ راتګ کاوه او د طالبانو بندیزونه یې نه وو مراعت کړي.


یوه بله ویډیو هم ازادي راډيو ته رسېدلې، چې ادعا کېږي د غزني د پرونۍ پېښې اړوند ده.


په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې یوشمېر خلک د صلواتو په ویلو سره د یوې جنازې د انتقال په حال کې دي.


په دغه ویډیو کې هم د ويرکووکو په منځ کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.


ازادي راډیو د دغو ویډیوګانو وخت، ځای او کره توب نه شي تاییدولی.


په همدې حال کې په غزني ولایت کې د طالبانو ولایتي ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د عاشورا د مراسمو یو شمېر ګډونوالو د دوی پر امنیتي ځواکونو په ډبرو او لښتو برید کړی دی.




په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د عاشورا د مراسمو د ګډونوالو له منځه پر طالبانو ډزې شوي او په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.


په بیان کې راغلي، چې که څه هم شیعه عالمانو د محرم د مراسمو د امنیت د ټینګښت په خاطر لګول شوي بندیزونه منلي، خو ځینو خلکو سرغړونه ورڅخه کړې ده.


په غزني کې د طالبان حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حميدالله نثار غزنوي رسنیو ته په خبرو کې په دغو ډزو کې د دوو ځوانانو وژل کېدل رد کړي.


په همدې حال کې د طالبانو حکومت د عاشورا په ورځ د ډله ایزو ګرځیدو په ګډون ځینې محدودیتونه د هغه څه له امله چې دوی یې د امنیتي تدابیرو په نوم یادوي لګولي وو.


سره له دې چې دغه محدویتونو ته ډېر غبرګونونه ښودل شوي وو، خو د افغانستان د شیعه علماوو شورا یو شمېر غړو د بندیزونو د مراعتولو غوښتنه کړې وه.


پرون جمعه په کابل او یو شمېر ولایتونو کې په داسې حال کې د عاشورا مراسم ترسره شول چې د ځینو راپورنو پر بنسټ په یوشمېر سیمو کې مخابراتي شبکې غیر فعاله شوې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus