Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سور صلیب په افغانستان کې د څه باندې ۲۵ دولتي روغتونونو ملاتړ درولی

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې افغانستان کې د څه باندې ۲۵ دولتي روغتونونو ملاتړ درولی دی.


د سره صلیب نړیواله کمېټه د هغه څه له کبله چې ظاهراً اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د محدودولو خبره کوي.


ځینو سرچینو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې وروسته له هغې د افغانستان له څه باندې ۲۵ روغتونونو سره د دارو درملو او نورې مرستې ودرولې، چې طالب چارواکو له خپلې لارې د دغو مرستو د رسولو سپارښتنه وکړه.


په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، سره له دې چې ګڼو ادارو خپل فعالیتونه ودرول، خو دوی د خلکو د فوري غوښتنو د لیرې کولو لپاره خپلې مشخصې مرستې د افغانستان څه باند ۲۵ روغتونو سره روانې وساتلې.




 


په افغانستان کې د دې ادارې ویاند پروېز احمد فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، د دوی دغه مرستې لنډمهاله وې.


هغه وویل: "هېڅکله نه وه ټاکل شوې چې دغه مرستې اوږدمهاله وي، ځکه د خلکو د فوري اړتیاوو پوره کولو لپاره وې. د سره صلیب اصلي هدف دا و چې چارواکو ته اجازه ورکړي تر څو ځانونه تنظیم او خپل مسوولیتونه پر غاړه واخلي. هغو مالي ستونزو ته په پام چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخه ده، د ټولو صحي خدماتو د مسوولیتونو لېږدول یې د افغانستان روغتیا وزارت ته واضح کړي دي. موږ بیا هم په بېلابېلو برخو له دې جملې د زندانونو د فزیکي توانمندۍ، اوبو، اقتصادي خوندیتوب، اضطراري غبرګون او نورو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو."



د کندهار د روغتیا ریاست ویاند ډاکتر عبدالمنان کاکړ ازادي راډیو ته ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د کندهار د میرویس روغتون په ګډون له هغو څه باندې ۲۵ روغتونونو سره چې دوی یې ملاتړ کاوه د درملو او نورو توکو مرسته بنده کړې ده.


د سره صلیب د مرستو بندېدو، په میرویس حوزوي روغتون کې هغو ناروغانو ته ستونزې پېښې کړي، چې د کندهار تر څنګ له څنګلوریو ولایتونو ورته راځي.


یو تن وویل: "سید ګل یم له هلمنده مې دلته ناروغان راوستلي دي. د درملو او خوړو تابیا نه شته. دا هرڅه په خپلو شخصي پیسو رانیسو. داسې پایوازان هم راسته شته چې د خپلې ډوډۍ پیسې هم نه لري."


د طالبانو حکومت لا د دغو تورونو په باب څرګندونې نه دي کړي، خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر نړیوالو مرستندویو ادارو فشارونه زیات شوي دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع اعلان شو.


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به ۱۷ ملیونه او شپږلکه وګړي چې ۵۳ فیصده یې ماشومان دي، روغتیايي مرستو ته اړ وي.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus