Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کړکېچ؛ موندنې: ځینې افغانان له داسې لارو کار اخلي چې پر روغتيا يې اغېزه کوي

د ارزونې د ظرفیتونو پروژې موندنې ښيي چې اقتصادي او بشري کړکېچ افغان کورنۍ دې ته اړې کړي، د داسې لارو څخه کار واخلي، چې ځینې یې د دوی پر روغتیايي وضعیت د پایلو په ګډون نورې اوږدمهاله منفي اغېزې هم لري.


د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکې یوه مېرمن، چې خاوند یې دوه کاله وړاندې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی او د خپلو ٣ ګونو ۵ کلنو ماشومانو او یو دوه کلن ماشوم پالنه کوي، وايي چې خپل ژوند ډېر په سختۍ تېروي.


دغه مېرمن، چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته یې وويل، کله ناکله دې ته اړه شوې، چې خپلو ماشومانو ته د رسټورانټ خراب شوي اضافي خواړه ورکړي.


نوموړې وايي: "زه کوټې سنګي ته څېرمه په کمپنۍ سیمه کې، په یوه کرايي کور کې اوسېږم، له دې ځایه تایمني ته ځم، هلته یو رسټورانټ دی، د کارکوونکو کالي يې مینځم او په بدل کې یې، هغوی ما ته، له خلکو څخه پاتې شوي خواړه راټولوي او زه یې خپلو ماشومانو ته راوړم. ځینې ورځې ښه خواړه وي، خو اکثره ورځې خوسا شوي وي. اوس هغه هم بل چا ته ورکوي، زه ځم د نانوايي مخې ته کېنم، د خیرات ډوډۍ اخلم او ژوند ډېر په سختۍ تېروم."




دا په داسې حال کې ده، چې د ارزونې د ظرفيتونو پروژې موندنې ښيي، چې اقتصادي او بشري کړکېچ یو شمېر افغان کورنۍ دې ته اړې کړي، چې د مقابلې له تګلارو څخه کار واخلي، چې ځينې يې اوږدمهاله منفي پايلې لري لکه د روغتيايي وضعيت خرابېدل، د پورونو ډېرېدل او د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې د خلکو زياتېدل.


په دې څېړنه کې چې د کابل ښار په پنځمې ناحیې او د کابل د قره باغ ولسوالۍ په کلیو کې ترسره شوې، ټولې هغه کورنۍ چې څېړل شوي او ترې پوښتنه شوې، سل په سلو کې له ګران بیو خوراکي توکو لکه غوښې، تازه او وچه مېوې او هګیو له خوړلو ډډه کړې.


په دې څېړنه کې زیاته شوې چې د دغو کورنیو کې ۱۱ سلنه یې په منظم ډول درې وخته خواړه نه خوري او خپل مالونه لکه ګاڼې، څاروي او ځمکې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره پلوري.


په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د روغتیایي درملنې ځنډول یا پرېښودل ۷۲ سلنه، د خپلوانو او ملګرو څخه پور اخیستل ۴۷ سلنه، د کورنۍ د شتمنیو پلورل ۴۴ سلنه او د ماشومانو کار ۲۸ سلنه، نورې هغه ستراتېژۍ دي چې په پراخ ډول کارول کېږي.




په دې څېړنه کې، د ماشومانو د کار په اړه اندېښنه ښودل شوې، او له اقتصادي ناورین سره د مقابلې لپاره د بې کيفيته خوړو د خوړلو او د زده کړو د پرېښودلو اغېزې نه جبرانېدونکې بللې شوې دي.


دا چې د خوړو ناسم رژیم او په ورځ کې د یو وخت خوړو پرېښودل، په خلکو څه ناوړه اغېزې لري، د داخله او ماشومانو د ناروغیو له متخصص، ډاکتر محب زغم څخه مو وپوښتل.


نوموړي ازادي راډیو ته په ځواب کې داسې وویل: "د ځینو خوړو د وختونو پرېښودل او د خوړو له رژیم څخه د یو شمېر خواړو لرې کول، په ځانګړي ډول په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې کولی شي د دوی مناسبه فزیکي او ذهني وده کمه کړي په ورته ډول، شیدې ورکوونکي او امیندواره میندې کافي او ډول ډول خوړو ته اړتیا لري."


په دې څېړنه کې، چې د ارزونې د ظرفیتونو پروژې له‌خوا ترسره شوې، بشري مرستې د مبارزې یوه مهمه ستراتېژي بلل شوې، خو ویل شوي، چا سره چې هېرې شوي ویلي د دې شاهدان وو، چې دا مرستې په برابر ډول نه‌دي ویشل شوي او ادعاې کړی چې د مرستو په وېش کې فساد موجود و خلکو ته سمې نه‌دي رسېدلي.




دا هم ویل شوي، چې اوسني چارواکي د دروازو ساتونکو په توګه عمل کوي او هغه کسان چې په ړنګ شوي جمهوري نظام کې یې له امنیتي ځواکونو سره کار کړی، د پېژندلو له وېرې د مرستو په لېستونو کې ډېریو د خپلو نومونو له لیکلو ډډه کړې ده.


د ارزونې ظرفیتونو غیر انتفاعي پروژه د ۱۵۰ هېوادونو د متخصصینو یوه ډله ده چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې، په بېړني حالاتو او پېچلو کړکېچونو کې د بشري اړتیاو د ارزونو ښه کولو لپاره، په جینوا کې تاسیس شوه.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus