Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

شفيقه: د خاوند د اعتیاد له امله د خپلو نهو اولادونو مسوولیت را ترغاړې دی

شفیقه د نهو اولادونو مور ده او څو کاله کېږي چې خاوند يې معتاد دی، له همدې امله د اولادونو د روزۍ ګتلو او زده‌‌کړې دروند پېټی د دې پر اوږو پروت دی.


دا وايي چې پخوا به يې لوڼو له کوره دباندې پر سړکونو کار کاوه او د کور په مالي برخه کې به يې له دې سره مرسته کوله، خو له کومې ورځې راهيسې چې د طالبانو حکومت د دې د لوڼو پر کار بنديز لګولی، د لس نفري کورنۍ مسوولیت يوازې د دې پر غاړه دی.


شفيقه وايي: "پنځه شپږ کاله کېږي چې خاوند مې معتاد شوی دی، کور ته څه نه راوړي، برعکس په کور چې مو څه درلودل هغه يې يووړل لکه غالۍ، د ګاز ډبه، بخار دېګ او ترموز، هر څه چې مو درلودل ټول يې خرڅ کړل او په هغو پيسو يې هيرويين رانيول، د کور لپاره روزي ګټل زما پر غاړه دي، د کار لپاره بل څوک نه‌‌لرم."


شفيقه وايي چې له شپږو میاشتو راهیسې يې خاوند کور ته نه‌‌دی راغلی او نږدې دوې میاشتې مخکې يې خپلوانو خبره کړه چې مېړه يې د طالبانو حکومت په کابل کې د درملنې روغتیايي مرکز ته بیولی دی، خو اوس چې دوې میاشتې تېرې شوي بیا يې هم خاوند کور ته نه‌دی راګرځېدلی.


منيژه د شفيقې مشره لور ده.


دې پخوا پر سړکونو خوارکي مواد خرڅول او له مور سره يې په مالي برخه کې مرسته کوله.


هغې او خویندو يې هم د نورو نجونو په شان هيله درلوده چې ښوونځي ته د تلو له لارې به ښه راتلونکی ولري، خو د پلار اعتیاد د دوی راتلونکی تباه کړ.


منيژه وايي: "کله چې مې مور کالیو مينځلو ته ځي زه مې د پلار اولادونه ساتم، کله چې نورې نجوني وينم چې درس وايي او سواد لري، په رښتیا چې ډېره ځورېږم. زه خپله د ستونزو له امله درس نه‌شم ویلای، خو څه وکړم ژوند ستونزې لري، مور مې د خلکو کالي مينځي او زه د قلم او کتابچې رانيولو پيسې هم نه‌لرم، پلار مې کور ته نه راځي، پنځه شپږ میاشتې کېږي چې پلار مو نه‌‌دی لیدلی."


د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې بې سرپناه معتادین ډېر دي او د دې ډول معتادینو ډېری يې هغه معتادین دي چې کورنۍ لري، خو نه غواړي چې خپلو کورنیو ته ستانه شي او دا يې خوښېږي چې شپه او ورځ له معتادو ملګرو سره پاتي شي.


د معتادینو د درملنې د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکی ارواپوه مطيع‌الله وزيري وايي، اعتیاد نه يوازې دا چې د کورنۍ نور غړي د اعتیاد له خطر سره مخ کوي، بلکې د کورنۍ اقتصادي او اجتماعي مسوولیتونه هم د کورنۍ د نورو غړو پر اوږو وراچوي.


وزيري وايي: "کله چې مور او پلار معتاد وي، له اولادونو سره بد چلند کوي او آن دا چې نه‌شي کولای د هغوی خوراک، کالي او نورې ورځنۍ اړتیاوي پوره کړي، له همدې امله د معتادینو اولادونو ته د ټولنې د نورو خلکو په پرتله ډېر زيان رسېږي."


که څه هم د طالبانو حکومت د تېر کال د ژمي په لومړیو کې د کابل په ګډون له څو ښارونو څخه معتادین راټولول او د درملنې مرکزونو ته يې یووړل، خو ځينو معتادینو تر درملنې وروسته د نشه يي موادو د ارزانه او اسانه پيدا کېدو له امله بېرته نشو ته مخه کړه.


راپور: مرسلین ارسلا


د راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus