Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کاناډا استازو جرګې له افغانانو سره د مرستو په خاطر د 'سي۴۱' لایحه تصویب کړه

د کاناډا د استازو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې پر بنسټ یې، له افغانستان سره بشري مرستو ته زمینه برابرېږي.


زرلښته چې د کندهار اوسېدونکې ده، کونډه ده او د خپلې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده، هغه هم داسې مهال چې لا د یوه وخت ډوډۍ په ډېرې سختۍ پیدا کوي.


بې‌وزلۍ تر دې حده رسولې چې وايي، له ژونده بېزاره شوې.


هغه خپلو پېغلو لوڼو ته ګوته نیسي او زیاتوي، له دې حال په مرګ خوشحاله ده.


زرلښته وايي: "وروره، دا غټې غټې نجونې دي، دا د بل چا په لاس څنګه ورکړم، څوک یې راته ساتي. که به په شپو شپو وږي بیده شوي نه یوو، ایمان مې دې ستاسې شي."


شاید دا په افغانستان کې د نږدې هغو ۲۸ میلیونو بې‌وزلو افغانانو فریاد وي چې اوسمهال د بې‌وزلۍ په وروستۍ کرښه کې ژوند کوي.




خو په همدې حال کې بیا د کاناډا استازو جرګې د 'سي۴۱' په نوم هغه لایحه تصویب کړه چې پر بنسټ یې، کاناډايي مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې د بشري او ژوند ژغورونکو مرسته رسولو بهیر بېرته راستنېږي.


کاناډا طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او وايي، په زور یې قدرت نیولی؛ هغه څه چې د دې هېواد د اوسني قوانینو په رڼا کې د کاناډا حکومت او سازمانونو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان سره مرستې وکړي.


خو نږدې دوه کاله وړاندې کله چې طالبانو کابل ونیوه، د کاناډا په استازو جرګه کې ډیموکراټانو او یو ډېر شمېر کاناډایانو له لیبرال حکومت وغوښتل چې افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې یو معافیت رامنځته کړي، څو د کاناډا بشري او پرمختیایي موسسې په افغانستان کې له فعالیت څخه منع نه‌کړي.




د همدې غوښتنې وروسته، ډیموکراتانو د جزا قانون اړوند یوه لایحه وړاندې او په‌کې یې د دوولس تعدیلاتو راوستل وړاندیز کړل، چې پرون یې شپږ تصویب شول.


اوس د سي۴۱ یا C-41 لایحې له مخې، د کاناډا مرستندویه سازمانونه کولای شي په افغانستان کې د ژوند ژغورنې مهمو کارونو ته را ستانه شي.


خو داسې مهال چې د استازو جرګې دا لایحه تصویب کړې او سنا ته یې استولې، یو شمېر سناتوران یې په ځنډ او په پري توګه د عملي کېدو په اړه اندېښنه ښيي.


یو شمېر کاناډايي رسنیو پرون لیکلي، دا سناتوران د دې بهیر د روڼتیا، حساب ورکوونې او په ځنډ عملي کېدو ته اندېښمن دي.


له دې وړاندې د کاناډا د عمومي امنیت وزیر هم ویلي و، هېواد به یې د افغانستان په څېر ځایونو کې د مرستو رسولو په خاطر له ترهګرۍ د ټولیز معافیت قوانین صادر نه‌کړي.


مارکو مندیچینو نږدې دوه میاشتې وړاندې د کاناډا د استازو جرګې د قضایي کمېټې په ناسته کې وویل، د دوی کاناډايي ملګرو له‌خوا چمتو شوي تګلارې ګواښونه له ځان سره لري.


یو له دې ګواښونو چې د کاناډا حکومت یې جدي بولي، طالبانو ته مالیه ورکول دي.


دوه اوونۍ وړاندې د کاناډا بشري ډلې هم ویلي وو، د دې هېواد د نړیوالو چارو ادارې ورته خبرداری ورکړی، که چېرې د سیمه‌ییزو کارکوونکو په ګمارلو سره دوی مجبورېږي چې طالبانو ته مالیه ورکړي دا کار د قوانینو له مخې، یوې ترهګرې ډلې سره مرسته کول دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus