Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: برښنا شرکت د برښنا بيې څو برابره زياتې کړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې د طالبانو تر کنترول لاندې برښنا شرکت د برښنا بیې څو برابره زیاتې کړي دي.


عبدالحمید چې په کابل کې ژوند کوي او دوکاندار دی وايي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس اوګرېوان دی او اوس هم په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت د برښنا شرکت د دوی د برښنا په بلونو لګښت ډېر لیکلي، چې دوی یې د ورکولو توان نه‌لري.


نوموړی وايي: "دا دومره وخت زموږ د برښنا بل به ډېر تر ډېره ۷۰۰ افغانۍ راغی، خو دا ځل مو د برښنا بیل ۸۵۰۰ راغلی، اضافي او بې ځایه مصرف هم نه‌لرو، موږ خپلې یوې مړۍ ډوډۍ ته اړ یو، موږ دا پیسې له کومه کړو، څنګه دا پیسې ورکړو، دا زموږ له توانه ډېر لوړ دی."


عبد الولي د کابل ښار بل اوسېدونکی دی او ورته شکایت لري.


دی د برښنا له شرکت غواړي چې د دوی شکایتونه واوري.


عبدالولي وايي: "پخوا زموږ د برښنا بل به ۳۰۰ یا ۴۰۰ افغانیو پورې راغی، خو اوس ۱۰ زره افغانۍ دی، زه خپله غریب سړی یم دا پیسې له کومه کړم."


د کابل ښار یو تن اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي هویت او د برښنا د بل مشخصات یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې خپل د برښنا بلونه استولي دي.


په دغو بلونو کې لیدل کېږي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په وروستۍ دوره کې د برښنا بیل ۱۸۹ افغانۍ و، خو په ۱۴۰۲ کال کې په لومړیو درېیو دورو کې د برښنا ټول بل له ۸۶۰۰ افغانیو څخه زیات دی.


 




 


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د برښنا شرکت مسوولان وايي، هغه پېرېدونکي چې د برښنا د بیلونو د بیې د لوړوالي په اړه شک لري، د خپلو بلونو او د میټرو له عکسونو سره دې د برښنا مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي، چې شکایتونه یې وڅېړل شي.


د یاد وزارت ویاند حکمت الله میوندي ازادي راډیو ته وویل: "موږ هغه پېرېدونکو ته چې شک لري چې د برښنا بلونه یې ډېر راغلي، ورنه غواړو چې د برښنا بلونو او د میټر له عکس سره برښنا شرکت ته راشي، څو له نږدې ولیدل شي، تر اوسه داسې یو څه سره نه یو مخ شوي."


د برښنا شرکت د مقرراتو له مخې، که پېرېدونکي په خپل وخت د برښنا بل ورنه کړي، جریمه کېږي.


شاوخوا یوه میاشت وړاندې د برښنا شرکت ویاند ادعا کړې وه، چې په کابل او ټولو زونونو کې ۲۴ ساعته برښنا جریان لري او دوی هڅه کوي، چې په نورو ولایتونو کې هم منظمه برښنا ووېشي، خو عامو خلکو دغه ادعا رد کړې وه او یلې وو چې په ټولو سیمو کې برښنا یوشان او منظمه نه‌ده.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي مفتش دفتر په دې وروستیو کې ویلي، چې د افغانستان ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردېږي او هر کال ۲۲۰ میلیونه ډالره دغو هېوادونو ته ورکول کېږي.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus