Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا د افغان تخليې له ايتلاف سره خپل تړون بيا تمديدوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغان تخلیې ایتلاف سره به خپل تړون د دوشنبې په ورځ بیا تمدید کړي.


یو شمېر افغانان چې د متحده‌ایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې، ایس آی وي، پي۱، پي۲ یا P1،SIV او P2 کېسونه لري په خپلو کېسونو کې د نه پرمختګ او په دې برخه کې د چارو له سستوالي شکایت کوي.


رفیع‌الله چې په خبره یې مخکې له امریکايي ځواکونو سره ژباړن و، ازادي راډیو ته وویل چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپلې کډوالۍ د ځانګړې ویزې دوسیه تعقیبوي.


نوموړی وايي، د امنیتي ستونزو له امله په درېیم هېواد کې ژوند کوي چې د پناه غوښتنې کېس یې وروستی شي.


هغه ازادي راډيو ته وويل: "موږ خپلې ویزې ته انتظار یو. دلته هېڅ کار یا وظیفه نه‌شته. ټولې پیسې چې موږ درلودې مصرف شوې. موږ د کرایې او لګښتونو توان نه‌لرو. موږ په بدبختۍ کې ژوند کوو."


احمد افغان چې د امریکا پي۲ یا P2 کېس لری وايي، ده او کورنۍ یې خپل ټول ژوند په افغانستان کې پرېښود او د کډوالۍ دوسیې د څېړلو لپاره پاکستان ته راغی، خو اوس یې له ۱۵ میاشتو وروسته هم کومه نتیجه نه‌ده اخیستې.


نوموړی وايي: "دلته زموږ د ماشومانو لپاره د زده‌کړې امکانات نه‌شته، موږ د ویزو په تمه یو، امریکا باید زموږ دوسیې وڅېړي، یا لږ تر لږه امریکا باید موږ د کډوالۍ یو کمپ ته ولېږدوي."


دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې دغه وزارت به د دوشنبې په ورځ د افغان تخلیې ایتلاف یا AfghanEvac سره خپل هوکړه‌لیک بیا تازه کړي.


په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغه هوکړه‌لیک د لاسليک په مراسمو کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن هم ګډون وکړي.




'افغان ایواک' د ۲۰۰ زیاتو سازمانونو څخه جوړ یو ایتلاف دی چې د متحده‌ایالاتو حکومت سره په ګډه د افغانانو د ویستلو د هڅو ملاتړ لپاره کار کوي.


په همدې حال کې د کډوالو نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې امریکا ته د استول شویو افغانانو د استوګنې د ویزو د غځولو هرکلی کړی.


د امریکا د کورني امنیت وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه نوې پروسه اعلان کړه، چې له مخې یې په دغه هېواد کې افغان کډوال کولای شي خپل د لنډ مهاله اوسېدو موده وغځوي او په دغه هېواد کې خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.


د کډوالو نړیوال سازمان زیاته کړې، چې دا ویزه لنډمهاله ده او دوی له همدې امله د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانستان تعدیل شوی قانون دې بیا معرفي او تصویب کړي څو افغانان وکولای شي د دغه قانون پر بنسټ دایمي استوګنې ترلاسه کړي.


د امریکا او اروپا لپاره د کډوالو د نړیوال سازمان مشر ییل شاچر په دې بیان کې ویلي، دوی هم له کانګرس او د بایډن له ادارې غواړي چې د هغو ګڼو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر له خطر سره مخامخ دي، امریکا ته د رسېدلو لپاره دې نورې لارې پیدا کړي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته امریکا او متحدینو یې هغه لسګونه زره افغانان چې له خطر سره مخ وو، وویستل.


د يادې ادارې د معلوماتو له مخې په دغه ګډوال شویو افغانانو کې څه باندې ۹۰ زره یې امریکا ته کډه شوي.


همدارنګه، یو شمېر نور افغانان چې د متحده‌ایالاتو د SIV،P1 او P2 مهاجرتي دوسیې لري اوسمهال په درېیمو هېوادونو کې دي، چې دوسیې یې د امریکا حکومت له‌خوا پروسس شي.


که څه هم د امریکا حکومت په وار وار اعلان کړی چې امریکا ته د دغو افغانانو وړلو ته ژمنه دی، خو دوی د خپلو دوسیو د څېړلو له پڅ بهیر شکایت کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus