Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغان نجونو د اقتصادي ستونزو له کبله انلاین زده کړې پرېښي

يو شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې انلاين درسونه پرېښي دي.


سميه چې د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه او د طالبانو د بنديز له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوې ده وايي: "موږ حتی خپلو خوړو ته پیسې نه‌شو رسولی، تاسې له د انټرنېټ خبره کوئ."


سمیې ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې په انلاین ډول خپل درسونه پر مخ بیول، خو د اقتصادي ستونزو له امله نور نه‌شي کولای خپل درسونه تعقیب کړي.


هغه وايي: "ما انلاین درسونو سره ډېره مینه لرله، ما غوښتل خپل درسونه تعقیب کړم، ما د خپلې خور په ټلیفون کې ځینې انلاین درسونه تعقیب کړل، خو وروسته وضعیت خراب شو، اقتصاد خراب شو، انټرنېټ ګران دی او ټلیفون زما نه‌دی او زه نه‌شم کولی درسونه تعقیب کړم."


بله افغان زده‌کوونکې فوزیه صدیقي هم وايي، د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه چې د طالبانو د واکمنۍ دویمه دوره پیل شوه.


د دې په خبره، وروسته له هغې چې طالبانو یې ښوونځي ته د تګ مخه ونيوله، په انلاين درسونو کې يې ګډون وکړ، خو د انټرنېټ لګښت او اقتصادي ننګونو له دې فرصته هم لېرې وساتله.


فوزيه وايي: "له بده مرغه د طالبانو له راتګ وروسته موږ نور ښوونځي ته نه‌شو تللای، انلاین درسونو ته مې ځکه ادامه ورنه‌کړه، چې ټلیفون نه‌لرم، که ټلیفون مې درلودای، انټرنېټ ته یې نه‌شوم رسېدای، نورې ستونزې هم ډېرې دي. د همدې مسایلو له امله مې زده‌کړې پرېښودې، هېڅ مې زده نه‌کړای شول، ښوونځي ته هم نه‌شم تلای ځکه چې طالبان اجازه نه ورکوي، کابو دوه کاله کېږي چې طالبان راغلي دي، هر کال دوی وایي چې دا لنډ مهال لپاره دی، خو دا د لنډمهالي کیسه پای نه‌لري."


دا ستونزې او شکایتونو داسې مهال دي، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو تر بندیز وروسته د زده‌کړو ځینو فعالانو نجونو زده‌کوونکو ته د انلاین تعلیم زمینه برابره کړه.


سحر شبدیز چې د یوه کورني ښوونځي ښوونکې ده وايي، ډېری افغان زده‌کوونکې مالي توان او عصري ټکنالوژۍ ته لاس‌رسی نه‌لري، چې انلاین درسونه پرمخ بوځي.


نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "په هغه ټولګي کې چې زه درس ورکوم، له ۴۰ څخه ډېر کسان دي، زه به تاسو ته زما د یو ټولګي مثال درکړم، په هغه ټولګي کې یوازې څلور کسان وټس اپ لري او دا څلور کسان د کورنۍ د غړي څخه وټس اپ کاروي. البته زه په حضوري ډول هغوی ته درس ورکوم، خو ماغوښتل یو څه درسي مواد په سافټ بڼه دوی ته واستوم خو دا ممکنه نه وه، ځکه چې د ۴۰ کسانو په ټولګي کې که ۴ کسان وټس اپ او سمارټ فون ولري، دا څرګندوي چې دا ممکنه نه‌ده."



موږ د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت له‌خوا د جوړېدونکي طرز العمل په اړه، چې کار یې تر کومه ځای رسېدلی او دا چې د نجونو منځنۍ زده‌کړې به کله پیلېږي د طالبانو حکومت هم وپوښت، خو د دوى د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.




مخکې دوی په وار وار ویلي وو، چې په دې اړه په یو طرزالعمل کار روان دی.


طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې منع کړې چې نن یې د تړل کېدو ۶۲۸مه ورځ ده.


دوی دغه شان د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.


د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو تر بیا راتګ د مخه د لېسې تر دورې پورې د نجونو او هلکانو دواړو زده‌کړې وړيا وې او بیا په کانکور ازموینه کې تر بریالتوب وروسته په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو په موسسو کې هم زده کړې وړیا وې، خو اوس دا زمینه یوازې هلکانو ته برابره ده.


په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز په کور دننه او نړيوال کچه پراخ غبرګونونه درلودل، خو طالبانو يې لا په اړه خپلې پرېکړې نه‌دي بدلې کړي او لا يې سختې کړې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus