Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر هېوادونو په سرپل کې د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو پېښې څېړنه غوښتې

داسې مهال چې اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالاتو په سرپل کې د افغان نجونو د مسمومېدو پېښه وحشتناکه بللې او د څېړنې غوښتنه یې کړې، د طالبانو حکومت وايي، په جدي ډول دا پېښه څېړي.


اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالاتو د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې په دوو ښوونځیو کې د څه باندې ۸۰ نجونو مسمومېدل وحشتناکه پېښه بللې او د جدي څېړنې غوښتنه یې کړې.


اروپايي ټولنې پرون یوه اعلامیه کې په دې پېښه خواشینې ښودلې او زیاتوي: "دا یو وحشناک جرم دی چې باید سرپرست چارواکي یې وڅېړي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د خلکو د ساتنې لپاره خپل مکلفیتونه عملي کړي."


په اعلامیه کې د دې نجونو د روغتیا لپاره هیله ښودل شوې او ټینګار یې کړی چې د زده‌کړې حق په هر ځای کې د ټولو ماشومانو بشري حق دی او ښوونځي باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.


د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کبود اب او فیض اباد کې د جون په ۵مه نېټه شا و خوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په شمول ۹ نور کسان مسموم شول.


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په سرپل ولایت کې د یو شمېر نجونو مسمومېدو سخت اندېښمن کړی دی.


هغه زیاته کړې، د دې پېښې د څېړنې لپاره باید هر راز لازم اقدام وشي، څو په پایله کې یې د ماشومانو خوندیتوب یقیني شي.


د وېسټ په وینا، افغانان دا حق لري چې له وېرې پرته زده‌کړې وکړي.


طالب چارواکي، بیا داسې مهال چې د دې پېښې د څرنګوالي او د نجونو د مسمومېدو د لامل په اړه هېڅ ډول نوي معلومات نه ورکوي، وايي په د دوی حکومت به خامخا په دې اړه څېړنې کوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته په دې اړه په یوه لنډ لیکلي پیغام کې ویلي: "خامخا به د دې پېښې څېړنه کوي."




مجاهد د دې څېړنو د څرنګوالي په اړه ډېر معلومات نه‌دي لیکلي.


د طالبانو اوسني رژیم د واکمنېدو راهیسې په افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت په ګډون په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د دوی دې سیاست او کړن‌لارې ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي.


دا لومړی ځل نه‌دی، چې افغان نجونې په ښوونځي کې دننه مسمومېږي، بلکې له دې مخکې په تېر جمهوري نظام او له هغې مخکې حکومتونو کې هم په ځلونو دا ډول پېښې شوي چې افغانان یې خورا اندېښمن کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus