Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د جي۷ مشرانو د افغانستان پر ثبات، اقتصادي او بشري وضعیت اندېښنه ښودلې

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.


د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما کې په خپله درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په حالاتو هم خبرې کړي.


دوی ویلي، په افغانستان کې د ثبات، ارامۍ او ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت پر وړاندې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.


د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو ګډه اعلامیه کې چې تېره شپه سپینې ماڼۍ پر خپله وېبپاڼه خپره کړې له طالبانو غوښتل شوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو ودرېږي او دې ډاډ ته ورسېږي چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته د ګواښ، برید، د ترهګریزو کړنو د پلان او تمویل او ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره نه کارول کېږي.




د جي۷ په اعلامیه کې لیکل شوي، د دوی په غونډه کې مشرانو د طالبانو له‌خوا په سیسټماټیک ډول د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو او د بنسټیزو ازادیو له سرغړونو سره مخالفت ښکاره کړی.


اعلامیه کې زیاته شوې: "پر طالبانو غږ کوو چې د نه منلو وړ پرېکړې سمدستي بېرته واخلي په ځانګړي ډول هغه چې د ښځو او نجونو خلاف دي. ټول افغانان باید د عامه ژوند په ټولو برخو کې له پوره، مساوي او معنا لرونکي ګډون څخه برخمن شي او بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو ته لاس‌رسی ولري."


د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو له طالبانو دا هم غوښتي چې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د دې سازمان ماموریت تضمین کړي.


له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت په برخو کې یې پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.


د جي۷ سرمشریزه کې د افغانستان په اړه بل بحث سیاسي مشارکت او د افغانانو ترمنځ د سیاسي ډیالوګ پيل دی.


د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو اعلامیه کې یادونه شوې چې د طالبانو په حکومت کې لا هم د ټولو افغانانو استازیتوب او سیاسي ګډون نه‌شته.


په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د باور وړ، ټولشموله او د افغانانو په مشرۍ ملي خبرو اترو کې د ګډون لپاره مهم ګامونه پورته کړي، داسې خبرې اترې چې د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو له قوله، ټول افغانان په‌کې برخه ولري.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د جي۷ مشرانو د غوښتنې په ځواب کې وايي، چې دا موضوعات د افغانستان کورني مسایل دي او له نړیوالو په‌کې د نه لاسوهنې غوښتنه کوي.




نوموړي وويل: "هیله مو دا ده چې لومړی دوی خپله وظیفه سر ته ورسوي او د افغانستان اسلامي امارت د یوه حکومت په شکل ومني او بیا غوښتنې مطرح کړي. دویمه خبره هغه مسایل چې د افغانستان کورني او ارزښتي مسایل دي، هغه د افغانانو کورني موضوعات دي او دوی باید په‌کې کار و نه‌لري."


د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو سازمان کې د امریکا متحده‌ایالات، جاپان، جرمني، فرانسه، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا شامل دي.


دوی په خپله تېره کلنۍ غونډه کې چې په جرمني کې شوې وه، په طالبانو غږ کړی و چې د بشري حقونو له نقض لاس واخلي، خو د دوی غوښتنې برعکس د طالبانو حکومت په افغانانو په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو بندیزونه او محدودیتونه لا ډېر او سخت کړل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus