Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغانان په لویو لارو کې د ډېری رسټورانټونو خواړه صحي نه بولي

یو شمېر افغانان چې په لویو لارو ولایتونو ته سفرونه کوي وايي، په دې لارو کې روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته او ډېر شمېر رسټورانټونه چې په دې لارو کې فعال دي، روغتیايي لارښوونو ته چندان پام نه‌کوي.


بهشته چې د فراه ولایت اوسېدونکې ده وايي، که څه هم پر لویو لارو سفر له امنیتي اړخه ښه شوی، خو دا چې په دې لارو رسټورانټونه چندان صحي خواړه نه‌لري، دوی ته یې ستونزې پیدا کړي.


بهشتې ازادي راډیو ته وویل، کله چې له فراه تر کابله راځي، نه یوازې دا چې په لویو لارو کې ډېری جوړ شوي رسټورانټونه روغتیايي خواړه نه‌لري، بلکې په دې لارو کې روغتیايي اسانتیاوې هم نه‌شته.


بهشته وايي: "د تګ‌راتګ له اړخه لارې ښې شوې، خو چې رسټورانټونه ښه خواړه او پاکې اوبه برابرې کړي، وضعیت ډېر خراب دی. په کومه لویه لاره چې رسټورانټونه ښه او روغتیايي خواړه چمتو کوي، بیې یې لوړې دي چې خلک یې د اخیستلو توان نه‌لري. له همدې امله خلک هغو رسټورانټونو ته ځي چې بیې یې کمې دي. له بده مرغه دلته بیا کیفیت ډېر ښکته وي."


د بلخ اوسېدونکې رعنا چې دا هم په لویو لارو ډېر تګ راتګ کوي، ورته کیسه کوي.


نوموړې وايي: "د لویو لارو د هوټلونو خواړه پاک نه‌دي. موږ د سفر پر مهال په کور کې چمتو شوي خواړه له ځان سره وړو، ځکه د رسټورانټونو خواړه د خوړو نه‌دي. که یې څوک وخوري، ناروغېږي. که ستونزه حل نه‌شي، همدا وضعیت به روان وي."


د رعنا په خبره، د لویو لارو سفر اوږد وي او انسان خوړو ته اړتیا لري، خو له دې وېرې چې مسموم نه‌شي، نه‌شي کولای په هوټلونو او رسټورانټونو کې خواړه وخوري.


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د محیطي روغتیا ریاست د خوړو د خوندیتوب امر بلال احمد مظلومیار بیا وايي، تر اوسه د ښارونو دننه د هوټلونو او رسټورانټونو د پاک‌والي په برخه کې کار شوی او په لویو لارو کې د شته هوټلونو او رسټورانټونو پلان هم شته.


هغه وايي: "د لویو لارو په اړه موږ موضوع مسوولانو سره شریکه کړې چې دا ستونزه هم حل کړي."


د ویلو ده چې د افغانستان په یو شمېر لویو لارو سفر نږدې ۱۸ ساعته هم نیسي چې د اړتیا له مخې باید یو څوک په دومره وخت کې څو ځلي خواړه وخوري.


په لویو کې لارو کې د خوړو د خراب کیفیت په اړه وړاندې هم شکایتونه شوي، خو بیاځلي شکایتونه ښيي، چې د دې ستونزې د حل لپاره هغه ډول چې اړینه ده، ګام نه‌دی پورته شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus