Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې افغانان: ټولنیزو رسنیو په اختر کې د لیدنو کتنو دود پیکه کړی

اختر د لیدنې کتنې جشن دی، خو د یو شمېر افغانانو په خبره د ټولنیزو رسنیو په رامنځته کېدو د اختر ورځو دا دود پیکه شوی دی.


نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.


له پخوا راهيسې، په افغانستان کې په اخترونو کې د یو بل کورونو ته تګ راتګ د دې ورځو یو له عامو دودونو دی.


خو یو شمېر افعانان وايي، اوسمهال خلک د دې پر ځای چې د یو بل کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره لاړ شي، د ټولنیزو رسنیو له لارې یو بل ته مبارکي ورکوي.


د کابل اوسېدونکې نفیسه وایي، په پخوا وختونو کې چې موبایلونه نه وو نو د دوی خپلوان په اخترونو کې له ډېرو لیرې ځایونو څخه راتلل، خو اوس هر څه بدل شوي.


هغې وویل: "پخوا چې موبایلونه نه و ډېر ښه وو، خلک به په اختر کې له ډېرو لریو سیمو نه راتلل، ان موږ به خبر هم نه وو چې څوک راځي او څوک نه راځي. زموږ دیګی به هم تیار و، کېک او کلچې به هم تیارې وې. خو اوس چې موبایلونه پیدا شوي، مینه کمه شوې ده. خلک په موبایل کې د اختر مبارکي ورکوي. ان د نږدې ځایونو څخه هم څوک نه راځي. داسې کرار کرار افغاني فرهنګ له منځه ځي."


عمر اندېش د خوست اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل چې کله نا کله خلک کولای شي د ټولنیزو رسنیو له لارې د اختر مبارکي ورکړي.


اندېش وویل: "زما په اند، هغه خلک چې دلته یو بل سره تګ راتګ کولای شي، هغوی د دې پر ځای چې د مسیج له لارې یو بل ته مبارکي ورکوي، غوره ده چې لاړ شي، ځکه چې داسې ورځې په کال کې دوه درې ځله راځي. نو ښه ده چې یو بل وویني او د یو بل احوال وپوښتي، ځکه دا د خلکو تر منځ فاصلې کموي او مینه زیاتوي، خو هغه خلک چې له یو بل لرې دي او مسافر دي، هغوی که د ټولنیزو رسنیو له لارې هم مبارکي ورکړي، بده نه ده."




خو په بهر کې مېشت یو شمېر افغانان وایي چې د دوی لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول ډېرې اسانتیاوې رامنځه کړي.


په هند کې یو افغان محصل جواد بازون وایي، درې کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ لرې دی او تل په ځانګړې ټوګه د اختر په ورځو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپلې کورنۍ سره اړیکه نیسي او د اختر مبارکي ورکوي.


د ده په خبره اوس چې نه شي کولای خپله کورنۍ له نږدې وګوري، ټولنیزې رسنۍ ورته ډېرې ګټورې دي.


هغه زیاته کړه: "د ټولنیزو رسنیو له لارې د اختر مبارکي ورکول زما له نظره او له لوی اند څخه ښه عمل ګڼل کېږي. ځکه چې دا د ټولو مسلمانانو د اتفاق او اتحاد ښکارندويي کوي، ځکه چې اوس ډېری خلک په خپل ژوند کې مصروفه دي، يا ډېری خلک مسافر دي او د خپل فامیل څخه جلا ژوند کوي، نو دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې کله چې یو بل ته مبارکي ورکوي او خپله خوښي څرګندوي، دا یو نیک عمل دی."


د یو شمېر افغانانو په خبره د ټکنالوژۍ په راتګ سره خپلمنځي مينه یو څه کمه شوې، خو بیا هم دوی هڅه کوي چې پخواني دودنه ژوندي وساتي.


د دوی په وینا اختر یو فرصت دی، هغه کورنۍ چې د ژوندانه مصروفیتونو له کبله د یو بل لیدو ته نه شي تلای نو په اختر کې د یو بل لیدو ته ولاړ شي.


په افغانستان کې د اختر بېلابېل دودونه او کلتورونه شتون لري، لکه اختری وړل، د اختر دسترخوان جوړول، د اختري ورکول او اخیستل او تر ټولو اړین دود د یو بل کورونو ته تګ راتګ دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus