Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کوچنی اختر؛ ځینې افغانان: سږنی اختر بې خونده او پخوانی شور یې نه شته

نن د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.


په ښارونو کې د موټرو د تګ راتګ شور شته، خو مېشت وګړي یې د اختر د بې خوندۍ کیسې کوي.


د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دویم کوچنی اختر، خو یو شمېر افغانان وايي، دا اختر د تېر په ‎څېر خوند نه لري.


د تخار اوسېدونکی فریدون وايي، کوچنی اختر په داسې حال کې راورسېد چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "په دې اختر کې امنیت یو څه ښه ده  هر څوک هر چېرته وغواړي تلای شي، خو د خلکو اقتصاد خراب دی، پیسې نه شته، کار نه شته. اختر په پیسو اختر وي چې پیسې نه وي اختر هم خوند نه لري."


د زابل  اوسېدونکی جمعه ګل بیا امنیت له پخوا ښه ګڼي، خو په وینا یې د خلکو مینه له اخترونو سره کمه شوې.




د هغه په خبره، ډېری کسان فکري سکون نه لري.


هغه زیاته کړه: "نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او توپیر یې له نورو اخترونو سره شته، یو لوی توپیر یې دا دی چې په تېرو اخترونو کې به خوند، جوش، شوق مستي وه، خو په دې اختر کې دا څه نه شته."


د ننګرهار اوسېدونکې خوشبو بیا وايي چې په تېرو اخترونو کې یې له خپلو ملګرو سره له اختر دوه ورځې وړاندې د چکر لپاره چمتووالی نیوه، خو د هغې په وینا چې په دې اختر کې پارکونه بند دي او چېرته د تګ لپاره هېڅ اراده نه لري.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ که غواړو چې چېرته باندې د چکر لپاره لاړ شو نه شو کولای، د دې لپاره چې دلته پارکونه بند دی او ډېره کورنۍ اجازه نه ورکوي چې نجونې له کوره ووځي د دې لپاره چې وېرېږي، پارکونه بند رسټورانټونه بند، چېرته به لاړشو."


سعودي عربستان د اپرېل ۲۱مه د جمعې ورځ  د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، د عربستان له دغه اعلان سره د طالبانو حکومت هم تېره شپه د افغانستان په وخت شاخوا ۱۰ بجې د جمعې ورځ په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.


له بلې خوا بیا یو شمېر پخوانيو سیاسي چارواکو په خپلو اختریزو پیغامونو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.


د دوی په اختریزو پیغامونو کې تر ډېره په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره په جدی کار کولو ټینګار شوی.


د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند بیا په کندهار کې د اختر له لمانځه وړاندې وینا کړې او د او وینا ډېره برخه یې په افغانستان کې د اسلامي نظام پایښت ته ورټوله وه.


هغه ویلي، په افغانستان کې هېڅ کفري قانون د نافذېدو وړ نه دی او که نافذ کېدو لپاره یې هڅه کېږي نو پر وړاندې به جدي ودرېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus