Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سږ کال د کونړ په ډېری ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي

د طالبانو د حکومت د کونړ ولایت ځايي چارواکي هم دا مني چې سږکال د دې ولایت له پنځلسو ولسوالیو څخه په ديارلسو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.


کونړ ولایت کې له ۱۳۹۵ شمسي کال څخه بیا د تېر کال تر لومړیو پورې کوکنار نه کرل کېدل، خو د تېر کال د قوس د میاشتي په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د دې ولسوالۍ په لسګونه جريبو ځمکو کې کوکنار وکرل شول چې اوس د طالبانو حکومت د دې کښتونو ویجاړول پيل کړي دي.


د دې ولایت بزګران وايي، د زراعتي محصولاتو د بازار نشتوالي او د تارياکو د بيو لوړوالي ته په کتو سره، دوی پروسږکال پرېکړه وکړه چې کوکنار یو ځل بیا وکري، خو د طالبانو حکومت د بديل کښت پرته د دوی د کوکنارو اړول پيل کړي دي.


د غازي اباد ولسوالۍ يو بزګر خان زمان وايي چې، د دوی په ولسوالۍ کې تر اوسه انکشافي پروګرام نه دی عملي شوی او له بزګرو سره هم د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي.


نوموړی وايي: "زموږ سره دي د سړکونو او څښلو د اوبو په برخه کې مرستې وشي. د ښوونځي ماشومان مو سره لمر ته ناست دي، سړک مو خراب دی، ښځې مو پېټې په شا باندې راوړي، زموږ وضعیت ډېر خراب دی."


د کونړ ولایت یو بل بزګر خان ګل د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې، د بزګرو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره دي له دوی سره مرستې وشي.


خان ګل وايي: "په دې سيمه کې بې‌وزله خلک اوسېږي، دلته اوبه نه‌شته، باید موږ ته د کوکنارو د کښت ویجاړولو بديل راکړل شي او زموږ په سيمه کې دي ښوونځی جوړ کړي، ځکه بچیان مو په خيمه کې درس وايي، اصلاح شوي تخمونه دي راکړي، نغدي مرسته دي راسره وکړي، کيمياوي سره دي راکړي او زموږ کوڅې دي راته پخې کړي."


د کونړ ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان‌ ازادي راډيو ته وويل، دوی تر دې مهاله په کونړ ولایت کې دوه سوه جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.


د افغانستان په ختيځ کې د کوکنارو د کښت ويجاړولو له عملیاتو سره سم، د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د بديل کښت او انکشافي پروګرام د نشتوالي له امله بزګران په خپلو سيمو کې د طالبانو له نظاميانو سره لاس او ګرېوان شوي دي.


د لغمان ولایت یو بزګر زمان خان هم شکایت کوي چې، پروسږکال د دوی روا کښتونه طبيعي افاتو خراب کړل، خو له دوی سره هيڅ ډول مرسته و نه شوه.


دا کروندګر وايي: "غنم مو یخ ووهل، د کوکنارو کښت يې منع کړ، چا چې کرلي و د هغوی کښتونه يې ور ویجاړ کړل."


یوه اوونۍ وروسته له کوکنارو څخه د تارياکو راټولولو وخت دی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ويلي چې تر دې مهاله يې د افغانستان په دېرشو ولایتونو کې نږدې زر جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.


تر دې مهاله د طالبانو حکومت او مسئولو بهرنیو بنسټونو داسې شمېرې نه دي خپرې کړي چې په روان فصل کې د افغانستان په څومره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus