Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل په تيمورشاهي بڼ کې د ښځو د لاسي صنايعو لس ورځنی نندارتون پرانيستل شوی

د کوچني اختر په مناسبت د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړېدل.


د ګل بڼ لاسي صنایعې د شرکت مسوولې ضیاګل فردوسي ازادي راډیو ته وویل، د نېکمرغه کوچنکي اختر په مناسبت د ښځو د لاسي صنایعو او د ارزان بازار په نندارتون کې د خپل شرکت لاسي صنایع نندارې ته اېښي دي.


نوموړې وايي، د دا ډول نندارتونو جوړول له یوې خوا د افغاني محصولاتو او تولیداتو په وده کې مثبت رول لري، له بله پلوه مېرمنې هم کولی شي چې خپلو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي.




مېرمن فردوسي وویل: "د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د دا ډول نندارتونو جوړېدل ډېر ګټور کار دی. ارزان بازار نندارتون د کوچني اختر تر ورځو پورې پرانیستی دی، هېوادوال کولی شي چې له خپلو کورنیو سره ګډون وکړي او خپل ټول د اړتیا وړ توکي واخلي."


اغلې ضیاګل زیاته کړه چې په یاد نندارتون کې ښځینه جامې او مېرمنو پورې نورې اړوند لاسي صنایع او خوراکي توکي خرڅیږي.


په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې د پلان او پروګرامونو رئیس نثار احمد بهبودي ازادي راډیو ته وویل، دا چې په دې وروستیو کې د خلکو عاید کم شوی او د اړتیا وړ توکي هم په بازارنوکې ګران دي، نو دوی وغوښتل چې د ارزان بازار په نوم نندارتون پرانیزي.




نوموړی زیاتوي: "موخه مو دا وه چې لوی سوداګزیز شرکتونه چې وطني تولیدات او محصولات لري راوغواړو، سوداګرو مېرمنو ته بلنه ورکړو، ترڅو خپل تولیدات په ۲۰ یا هم ۳۰ فیصده تخفیف درنو هېوادوالو ته وړاندې کړي."


د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې د عامه اړیکو رئیس صادق هاشمي ازادي راډیو ته وویل، ارزان بازار او د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د هغو مېرمنو له تود هرکلي سره مخ شو چې پخوا یې کار درلود خو اوس پر کور ناستې دي.




ښاغلی هاشمي وایي: "۳۰۰ غرفې لرو چې ۱۵۰ یې د ښځو لپاره بېلې شوې دي، مېرمنو تود هرکلی وکړ، سوداګرې مېرمنې له دې اقدام څخه ډېرې خوښې شوې، کار ښه روان دی او اخیستونکي هم ډېر زیات راغلي دي، یو ښه بازار شوی."


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتحادیې له‌خوا د تېمور شاهي په تاریخي بڼ کې ۱۵۰ غرفې په داسې حال کې د مېرمنو د لاسي صنایعو لپاره ځانکړې شوې دي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهسې پر مېرمنو باندې ګڼ محدویتونه لګېدلي.


تازه یې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په دفترنو کې د ښځینه کارکونکو پر کار هم بندېز ولګاوه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus