د ملګروملتونو ځانګړې استازې له طالب چارواکو سره ليدلي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، دغه ډيپلوماتان د روژه ماتي هغې مېلمستیا ته راټول شوي و چې تېر ماښام مولوي عبدالکبیر جوړه کړې وه.
معلومه نهده چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا چې دا مهال په افغانستان کې د خپل ماموریت په ارزونه بوخته ده، د خپلو ښځینه کارکوونکو موضوع یاده کړې او که نه، خو د کریمي په ټویټ کې راغلي چې نوموړې په روژه کې د امنیت ساتنې چارې ستایلي دي.
یوناما د دوی پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د کاربندیز د نه منلو وړ بللی، خو طالبانو بیا دا موضوع کورنۍ ارزښتي مسله یاده کړې ده.
یوناما ویلي، د مې تر پنځمې نیټې خپل ماموریت ارزوي او وروسته ممکن یو ډارونکی انتخاب وکړي چې د عواقبو پړه به یې د اوسنیو حاکمانو پر غاړه وي.