Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بخښنې نړيوال سازمان: طالبانو د افغان نجونو او مېرمنو هيلې وژلي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره د دوی هیلې وژلي دي.


د دې سازمان د سویلي اسیا څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې، په‌کې یې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په بندیز تمرکز کړی دی.


د بخښنې نړیوال سازمان لیکي، د نجونو او ښځو تعلیم یو مهم فکټور دی او هغه ټولنه چې په‌کې نجونې او ښځې له زده‌کړو محرومېږي، زیانمنيږي.




د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي، په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۳،۵ میلیونه نجونې وتوانېدې چې ښوونځیو کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او دوی هیله لرله چې یوه ورځ به ډاکټرانې، ساینس‌پوهانې، خبریالانې او نورو برخو کې ماهرانې شي؛ خو د دې سازمان له قوله، اوس د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو له امله هر څه بدل شوي دي.


د بشري حقونو دا ملاتړې اداره وايي، د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیم منع شوي او په داسې حال کې چې په ملي او نړیواله کچه یې دا عمل غندل شوی، خو بیا یې هم دا پرېکړه نه‌ده بدله کړې.


د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو غواړي چې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ او پر طالبانو غږ وکړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.



۵۳۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او نږدې ۴ میاشتې وړاندې د هغوی پوهنتونونه وتړل، خو د بندیز په اړه یې یو روښانه او معقوله دلیل لا هم نه‌دی وړاندې کړی او یوازې دومره وايي چې تر امر ثاني او د طرحې جوړېدو پورې به بند وي.




خو هغه نجونې چې د طالبانو بندیزونو له زده‌کړو راګرځولي وايي، نور زغم نه‌لري.


په ننګرهار کې یوه متعلمه چې یوولسم ټولګي کې ده، اوس د طالبانو له‌خوا ښوونځي ته له تلو منع شوې او نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور خپور شي، په نجونو او ښځو د طالبانو لګول شوي بندیزونو ته په اشارې وايي: "نه‌شو کولای بې له محرمه چېرته ولاړ شو، د درس ویلو او کار کولو زمینه موږ ته مساعده نه‌ده. که چېرته یوه ښځه له کوره ووځي او محرم ورسره نه وي، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي."




په کابل کې یوه بله نجلۍ چې دا هم د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې زیاد شي، د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو دوام ته اندېښمنه ده.


دا نجلۍ وايي: "هغه خوشحالي چې کلونه وړاندې مو درلوده، اوس یې نه‌لرو. که دا وضعیت دوام پیدا کړي، زه ډاډه یم چې د افغانستان ټولې نجونې صفر حالت ته ځي، نه یوازې نجونې، بلکې د یوه ملت هیلې به له‌منځه ولاړې شي."


همدا اندېښنه د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي.




دې ادارې ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري او اقتصادي بحرانونو او پر دوی د لګېدلو بندیزونو له امله سختې ځپل شوي دي.


خو طالبان په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره سره وايي، دوی ته یې ټول حقوق ورکړي، خو ښکاره طالبانو په افغان نجونو او ښځو له بندیزونو پرته د دوی د پرمختګ او هوساینې لپاره کوم کا‌ر نه‌دی کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus