Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

موټر چلوونکي د پېښو رامنځته کېدو او لارو بندېدو لامل د ترافیکي اشارو نشتوالی بولي

یو شمېر افغانان او موټر چلوونکي وايي، په ښارونو کې د ترافیکي اشارو نه فعالېدل او د ترافیکي نښو نه مراعتول د موټرو د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پېښو لامل کېږي.


محمد بشیر په پلازمېنه کابل کې ټکسي چلوي.


هغه وايي، د دې ښار په نږدې ټولو څلور لارو کې ترافیکي اشارې غیرفعاله دي چې له امله یې په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.


نوموړي وویل: "زموږ ستونزې بېخي زیاتې دي، په عمومي سړکونو د ترافیکو درک نه شته، ترافیکي نښې او څراغونه غیرفعال دي، په ډېرو ځایونو کې خو بېخي نه شته. له حکومته غواړو چې د ترافیکي اشارو او نښو فعالولو ته پام وکړي. موږ همدا ستونزې لرو چې له امله یې ترافیکې پېښې هم رامنځته کېږي او ګڼه ګوڼه یې هم جوړه کړې ده."




 


د شمالي ولایت کندز یو موټر چلوونکي مختار احمد هم ورته شکایت لري.


هغه وايي: "دلته چې په کومو څلور لارو کې ترافیکي اشارې نه شته خلکو ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي، یو موټر چلوونکی له یوې خوا بې لاسه راځي، زه پرې له دې خوا بې لاسه ورځم، بس د څلور لارې په منځ کې ګڼه ګوڼه زیاته شي، دا یو لویه ستونزه ده."


په همدې حال کې یو شمېر عام افغانان هم وايي، که په څلور لارو کې ترافیکې اشارې فعالې او مراعت شي نو د لارو د بندېدو او ګڼې ګوڼې مخه به ونیول شي.


د کابل اوسېدونکي سباوون غورځنګ ازادي راډيو ته وویل: "په سړکونو او جادو د ترافیکي نښو نه موجودیت ستونزې ډېروي، پېښې او ګڼه ګوڼه ورسره زیاتېږي، له امله یې هیڅوک په وخت خپل ځای ته نه شي رسېدلی. که په لارو او جادو کې ترافیکې اشارې او نښې جوړې شي ډېر به ښه شي."


دغه راز د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکي ذکرالله ازادي راډيو ته وویل: "په څلور لارو کې د ترافیکې اشارو موجودیت یو مهم کار دی، اسلامي امارت باید دا ستونزه حل کړي. له موټرو چلوونکو هم غواړو چې باید ترافیکي اصول مراعت کړي تر څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي."


د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست وايي، په ډېرو څلور لارو او جادو کې ترافیکې نښې او اشارې شته، خو دوی یې د فعالېدو هڅه کوي.


د ترافیکو عمومي رییس حسیب الله مختار د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ۱۴۰۲ کال لپاره په ۶۰ مهمو څلور لارو کې د څراغونو او اشارو د لګولو او فعالولو پلان د بشپړېدو په حال کې دی. په نږدې ډېرو څلور لارو کې اشارې غیرفعال دي. د دې ستونزې د حل لپاره د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د ۵۸ څلور لارو لپاره د اشارو خرید شوی او دا پروژه د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې بشپړېږي."


د یادونې ده چې دا ستونزه نوې نه ده او د تېر جمهوری حکومت پر مهال هم له څو محدودو څلور لارو ور اخوا په ډېرو سړکونو او جادو کې ترافیکې اشارې او نښې غیرفعالې وې.


که څه هم هغه مهال چارواکو ژمنه کړې وه چې دا ستونزه به حل کړي، خو دا خبره تر اخره یوازې ژمنه پاتې شوه او عملي نه شوه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus