Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نیالګیو کېنولو کمپاین؛ د کابل ځینې اوسېدونکي: د نیالګیو اوبه کولو ته دې هم پام وشي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې د نیالګیو کېنولو د کمپاین د پیل خبر ورکوي.


محمد تقي د کابل ښار اوسېدونکی دی.


هغه وايي، په تېرو کلونو کې چې کوم نیالګي په کابل ښار کې کېنول شوي نو سمه ساتنه ترې نه ده شوې.


نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې د نیالګیو کېنولو، له هغو د ساتنې او اوبو ورکولو لپاره یو منظم پروګرام رامنځته کړي.


محمد تقي وویل: "د دولت دنده دا ده چې د نیالګیو کېنولو لپاره سیستم رامنځته کړي، د اوبو ورکولو سیستم یې جوړ کړي. بل دا چې د نیالګیو د کېنولو لپاره مناسبې سیمې مشخصې کړي."


د کابل یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي، د دوی د اوسېدو په سیمه کې هغه نیالګي چې په تېرو کلونو کې دولت کېنولی وو، وچ شوي.


هغه وویل: "تېر کال زموږ په سیمه کې چې یې کوم نیالګي ایښي له سلو هغو پنځوسو ته چې اوبه ورسېدې شنه پاتې دي نور ټول وچ شوي. د کابل په ختیځ کې چېرته چې موږ اوسېږو اکثره ونې وچې شوي ځکه رسېدنه ورته نه ده شوې."


دا نیوکې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ نن په کابل کې د نیالګیو کېنولو پسرلنۍ کمپاین پیل کړ.


د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادی راډیو ته وویل، سږ کال پلان لري چې په کابل کې سلګونه زره نیالګي کېنوي.


بارکزی وايي: "سږ کال په کابل کې شپږ سوه زره نیالونه کېنول کېږي چې تېر کال ته په پرتله درې برابره ډېر دي. تېر کال دو سوه زره نیالګي کېنول شوي وو. له کابل ښاریانو زموږ غوښتنه دا ده چې د نیالګیو په اوبو کولو، ساتنې او ټولو برخو کې موږ سره همکاري وکړي."


که څه هم چې د کابل ښاروالۍ ویاند د نیالګیو د ساتنې په برخه کې د یادې ادارې د پروګرامونو په اړه ډېر څه ونه ویل، خو له خلکو غواړي چې په دی برخه کې خپل ټولنیز مسوولیت پرځای کړي.


له څو کلونو راهیسې هر کال په پسرلي کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره کېږي چې د حکومتي ادارو ترڅنګ، خلک هم په کې برخه اخلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus