Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

دوستم له ازبکستان او تاجکستان د هليکوپټرو غوښتنه کړې؛ پوځي کارپوهان: دا يوازې وړانديز دی

د پوځي چارو یو شمېر کتونکي وایي، په ازبکستان او تاجکستان کې د افغانستان د پخواني پوځ هليکوپټرې د امریکا ملکیت دی او هر لوري ته ورکول یې باید د امریکا په خوښه و اوسي.


د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال محمد رادمنش وایي، د جمهوریت له سقوط سره سم د دوی شاوخوا شپېته هليکوپټرې ازبکستان او تاجکستان ته والوځول شوې چې هملته پاتې دي.


ښاغلی رادمنش وایي، اټکل نه‌شي کولای چې امریکا یا ازبکستان او تاجکستان دې دغه هليکوپټرې د مقاومت جبهې ته وسپاري.




نوموړی وايي: "دا چې جنرال دوستم دغسې غوښتنې مطرح کړي، دا فقط یو پیشنهاد دی چې امریکا، تاجکستان او ازبکستان پورې اړه لري، دا چې دوی له مقاومت سره مرسته کوي که نه، فکر کوم ده ته به وخت ځواب ووایي."


د پوځي چارو بل کتونکي اسدالله ندیم هم ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، تاجکستان او ازبکستان هیڅکله هم نه‌شي کولای چې د امریکا له خوښې پرته هلته بیول شوې هليکوپټرې د مقاومت جبهې ته وسپاري.


ښاغلی ندیم وایي، که امریکا هم چېرې داسې یوه پرېکړه کوي، په خبره یې دا معنا ورکوي چې بیا ځان له طالبانو سره مستقیمه جګړه کې ښکېلوي.


د طالبانو د حکومت وسله‌والو مخالفانو چې ځانته د ملي مقاومت نوم ورکوي، د شنبې په ورځ په لندن کې د خپلو وژل شویو غړو یاد غونډه کې د طالبانو د حکومت پر ضد د جګړې ژمنې تازه کړي دي.


د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم غونډې ته ویلي، ازبکستان او تاجکستان دې هغه هليکوپټرې دوی ته وسپاري چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته هلته کېنول شوي دي.




ښاغلي دوستم ويلي: "دغه ګاونډي هېوادونه یا د منځنۍ اسیا هېوادونه دې موږ ته پام وکړي، زموږ هلي کاپټرې دې بېرته راکړي چې وکولای شو له هغه ځایه پروازونه وکړو او فاریاب یا بدخشان ته ورسیږو، هلته ازبکستان او تاجکستان کې لږ تر لږه ۴۰ هليکوپټرې شته، دوی دې دغه موږ ته وسپاري."


تر اوسه د ښاغلي دوستم د دغه وړاندیز په اړه د تاجکستان او ازبکستان چارواکو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې د دغو هېوادونو چارواکو ویلي، هلته ور وستل شوې هليکوپټرې د امریکا دي او طالبانو ته یې هم نه سپاري.


د امریکا دفاع وزارت ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغان پوځ ۴۶ هليکوپټرې ازبکستان او ۱۸ نورې تاجکستان ته بوتلل شوې.




د لندن غونډې ته د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو مشرانو هم خبرې کړي او د طالبانو د حکومت پر ضد یې د جګړې په پراخولو او د خپلو لیکو پر یووالي ټینګار کړی دی.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې د مقاومت جبهې غړي "ازمویل شوې څېرې" وبللې او زیاته یې کړه چاته د نظام د تخریب اجازه نه ورکوي.


نوموړي وويل: "دغه ازمویل شوې څېرې چې یو ځل یې افغانستان کې امتحان ورکړی او ناکام شوي دي، هغوی بیا نه افغانانو ته د منلو دي او نه هم دوی دا وړتیا لري، اسلامي امارت د هر هغه چا په وړاندې چې هغوی په هېواد کې بیا نا امنۍ ته لمن ووهي او یا د نظام د تخریب هڅه وکړي، جدي ده، هیچا ته هم اجازه نه ورکوو چې بیا دلته جګړې پيل او تاریخ تکرار کړي."




تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکلاسن له هندو ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، دوی افغانستان کې د طالبانو د مخالفو وسله‌والو پر ملاتړ غور نه‌کوي.


له کله چې طالبان نږدې یو نیم کال وړاندې بیا افغانستان کې واکمن شول، نو د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې یې په وړاندې وسله‌وال مخالفت پیل کړ او لا هم د دغې جبهې وسله‌وال وخت نا وخت په پنجشیر او د بغلان په اندراب کې پر طالبانو چریکي بریدونه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus