Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشري حقونو سازمان: افغانستان کې د روان کړکېچ مسؤليت د طالبانو پر غاړه دی

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د روان کړکېچ مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، ځکه دوی په خپلو سخت‌دریځو کړن‌لارو د لوی ناورین د راتلو لپاره زمینه برابره کړې ده.


دې سازمان پرون ناوخته په خپل راپور کې لیکلي، هیڅ نه‌ښکاري چې طالبان دې په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، ځکه د دې سازمان په باور، طالبان خپلې پالیسۍ د شریعت په نوم توجیه کوي.




د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، طالبان په ښکاره د ښځو په اړه داسې څرګندونې کوي چې دوی دویم جنس یا هم د نارینه‌و تابع معرفي کوي، په داسې حال کې چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب په ځانګړي ډول د زده‌کړو او کار په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ د اکثریت مسلمانو هېوادونو د مشرانو غوښتنې رد کړي دي.


طالب ویاندویانو د دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.


د بشري حقونو د څار سازمان دا هم ویلي، چې د طالبانو لګول شویو بندیزونو په افغانستان بشري ناورین ته هم لار پرانيستې او له امله یې ډېرو خیریه او بشرپاله مؤسسو په دې هېواد کې خپل کارونه بند کړي دي.




په دې راپور کې لیکل شوي، د افغانستان لویه برخه نفوس له څه باندې یوه کال راهیسې د خوړو له نه خوندیتوب او خوارځواکۍ سره مخ دی او ۲۰ میلیونه خلک همدا اوس خواړه نه‌لري.


طالبانو په تېره دسمبر میاشت کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګولو، چې یو شمېر دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و، د خپلو کورنو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې.


په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې او ښځې هم په دوی د طالبانو له‌خوا د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو لپاره د بېړنیو او عملي ګامونو د پورته کېدو غوښتنه کوي.


د کندهار یوه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "له ښځو محدودیتونه لېرې کول په دې معنا نه‌دي چې د اسلامي شریعت خلاف عملونه دې وشي، بلکې دا اوسني عصر اړتیا ده. نړیوالې دې بشري مرستې تر هغه بندې کړي چې د افغان نجونو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه نه‌وي لېرې شوي."




یوه بله کابل مېشته هم چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي وايي، تر هغه چې فشارونه زیات نه‌شي، طالبان به افغان نجونو او ښځو سره تعامل و نه کړي.




ياده مېرمن وايي: "ټولو هیله درلوده چې طالبان بدل شوي او افغان نجونو او ښځو سره به ښه چلند کوي، خو دوی نه‌دي بدل شوي. ۲۰ کاله وړاندې یې چې په نجونو او ښځو کوم ظلم کاوه، اوس یې هم کوي."


د بشري حقونو د څار سازمان هم له نړیوالې ټولنې، د افغانستان په ګاونډویانو او د اسلامي همکاریو سازمان غواړي چې پر طالبانو فشار راولي، څو دوی لومړی په بشري ادارو کې د ښوونکو، روغتیايي او ملکي کارکوونکو په توګه پر ښځو کار بندیز ختم کړي.


پسې په ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د تعلیم له مخنیوي لاس واخلي او په پای کې خپل ټول هغه بندیزونه چې د ښځو حقونه محدودوي، لېرې کړي.


د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانانو د بشري حقونو خوندیتوب، نه یوازې اخلاقي اړتیا او قانوني مکلفیت دی، بلکې دا د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی، ځکه د دې ادارې له قوله، دا هېواد تر هغه له سترو بحرانونو نه‌شي خلاصېدای چې ټول وګړي یې ازاد نه وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus