د کوربه هندوستان او نیوزيلینډ ترمنځ د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د هند په بري سره پای ته ورسېده او په دې سره د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېدل.
نن(سه شنبه) د دې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې نیوزيلینډ په ۹۰ منډو ماتې وخوړه.
هند د ۳۸۶ منډو هدف ټاکلی و او نیوزیلینډ ۲۹۵ منډې وکړې.
په دې لوبه کې د هند لپاره روحیت شرما او شبمن ګیل او د نیوزيلینډ لپارهډېوېن کاموې سلیزې ووهلې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شارډول ټاکور ته ورکړل شوه، هغه ۳ وېکټې اخستې وې او ۲۵ منډې یې کړې وې.
شبمن ګیل چې په دې لوبلړۍ کې د یوې غبرګې او یوې سلیزې پر مټ ۳۶۰ منډې کړې وې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.
د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ د جنورۍ میاشتې په ۲۷ نېټه پیل شي.