Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی

د ایران سپاه پاسداران انقلاب خبرداری ورکړی دی چې د اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه د دې ځواک نومول به یوه تېروتنه وي.


سپاه پاسداران انقلاب نن اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړ چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د دې ډلې د شاملولو پرېکړه یې یوه لویه غلطي ده.


ایران دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو پارلمان د چهارشنبې په ورځ د رایو په اکثریت سپاه پاسداران ځواک د تروریستي ډلو په لېست کې شامل کړ.


دا پرېکړه د دې ځواک تروریستي فعالیتونو، په ایران کې د خلکو د وروستیو اعتراضونو ځپلو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو ورکولو ته په پام سره شوې ده.


دا پرېکړه اجرایي تضمین نه لري، خو داسې مهال اعلانېږي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو لا پخوا پتېیلې چې راتلونکې اونۍ به د ایران پر حکومت د بندیزونو د زیاتولو په اړه خبرې کوي.




د سپاه پاسداران د اړوندې خبري ویبسایټ سپاه د راپور له مخې د دې ځواک لوی قوماندان تورنجنرال حسین سلامي ویلي چې که اروپايي ټولنه دا تېروتنه کوي نو باید له عواقبو سره یې هم مخامخ شي.


نوموړي همداراز ویلي، اروپايي ټولنه داسې فکر کوي چې په دې ډول اقداماتو سره به د دې لوی پوځ بنسټ ولړزوي.


هغه زیاته کړه چې ایران به هېڅکله له دې ګواښونو ونه وېرېږي.


د سلامي له څرګندونو مخکې د ایران د پارلمان رییس باقر قالیباف چې د سپاه پخوانی قوماندان و، هم د اروپايي ټولنې د پرېکړې پر وړاندې غبرګون وښود. د سپاه ویبپاڼې د راپور له مخې نوموړي ویلي چې پارلمان به د هرې هغې پرېکړې پر وړاندې ځوابي اقدام وکړي چې دې ځواک ته زیان ورسوي.



د بسیج په نوم د رضاکارو ملېشو ځواک د سپاه پاسداران یوه برخه ده چې په ایران کې له سپټمبر میاشتې راهیسې د پیل شویو مظاهرو د ځپلو دنده لري.


دا مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د مهساامیني په نوم ۲۲ کلنه پېغله، د پوره حجاب د نه مراعاتولو په پلمه د پولیسو له خوا ونیول شوه او وروسته یې په توقیف کې سا ورکړه.


ایراني چارواکي وايي، د دې اعتراضونو له پیل وروسته د ناامنیو په پېښو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون سلګونه کسان مړه او زرګونه نور نیول شوي دي.


سپاه پاسداران چې په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامي انقلاب لنډه موده وروسته رامنځته شو یوازې لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي ته مسوول دی او خپل پلي، سمندري او هوايي ځواکونه لري.


متحدوایالتونو لا پخوا سپاه پاسداران او د القدس په نوم د دې ځواک بهرنۍ څانګه د بهرنیو تروریستي ډلو په فهرست کې شامل کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus