Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

غور کې د معتادو ښځو لپاره د درملنې مرکز نشتوالی د جدي ستونزو لامل شوی دی

(۲۷) کلنه ګل افروز چې له څلورو کالو راهيسې نشه کوي، وايي چې لومړی يې مېړه معتاد شو او وروسته يې دا هم نشو ته وهڅوله.


ګل افروز اوس له خپلو وړو بچیانو سره د غور ولایت په مرکز فيروزکوه کې په يوه خټين کور کې اوسيږي.


دا اوس پر خپلو نشو پښېمانه ده او غواړي چې نشه پرېږدي، خو په غور کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره روغتون نه‌شته.




نوموړې وايي: "ځای نه‌لرم سرګردانه یم، باید دولت د ښځو لپاره روغتون کې جوړ کړي چې ښځې ورشي او درملنه يې وشي."


ساړه ژمي او بې‌وزلۍ د معتادینو کورنۍ اندېښمنې کړي دي.


۳۶ کلنه نجيبه او درې لوڼي يې چې نشه کوي، وايي څو ځله د معتادینو د درملنې مرکز ته ورغلې، خو هغوی يې درملنه نه‌ده کړې.


دا مېرمن اندېښمنه ده چې په روان ژمي کې به د خپلو بچیانو ساتنه او پالنه څنګه کوي؟




نوموړې وايي: "ماشومان مې شپه او ورځ وږي دي، تاسې ورته وګورئ په څه حالت کې دي؟ په ژمي کې ټوله مړه کېږي، په دې خټين کور کې نه د سونګ، نه د خوراک او نه هم د اغوستلو لپاره څه شته، نه پوهېږم چې څه وکړو."


د غور ولایت ځايي چارواکي هم دا مني چې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د روغتون نشتوالی يوه جدي ستونزه ده.


په دې اړه د دې روغتون مشر ډاکټر عمر لعل زاد ازادي راډيو ته وويل: "موږ د ښځو او ماشومانو درملنه د هغوی په کورونو کې کوو، څرنګه چې په کورونو کې نشه‌يي مواد اسانه پيدا کېږي او زموږ درملنه هم نتيجه نه ورکوي، هيله لرم که هره مؤسسه مرسته کولای شي او یا دولت بودجه لري، د معتادو ښځو او ماشومانو لپاره دې لس بستريز روغتون جوړ کړي."




په غور ولایت کې د ښځو د حقونو فعالان وايي چې، په وروستو کې په افغانستان کې بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او جګړې د دې سبب شوي چې ښځې د اعتیاد په لومه کې ونښلي.


د غور ولایت د ښځو د حقونو يوې فعالي زهرا نيازۍ ازادي راډيو ته وويل: "په غور ولایت کې کورنی تاوتریخوالی، جنګ او بدمرغي، دغه ډول بې‌وزلي او حقوقونو نه ورکول هغه جدي ستونزې دي چې د ډېری ښځو او نجونو د اعتیاد سبب شوي دي."


د ښځو د حقونو دا فعاله داسې مهال د ښځو د اعتیاد د عواملو يادونه کوي چې، په افغانستان کې ځينو مرستندویه ټولنو په نادولتي ادارو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو پر کار د بنديز له امله خپل فعالیتونه درولي او یا ځنډولي دي.

----------------------

راپور: منصور خسرو

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus