نيپال کې د غورځېدلې الوتکې ورکو شويو سپرليو د لټون عمليات بيا پيل شوي.
په نیپال کې د ژغورنې ډلې د هغې مسافر وړونکې الوتکې د څلورو ورکو شویو سپرلیو پسې د لټون عملیات نن له سره پیل کړي چې پرون د دې هېواد یوه سېلاني ښارګوټې ته نژدې راولوېده او ۶۸ مسافر یې مړه شول.
په دې الوتکه کې ټول ۷۲ تنه سپاره و، چې په څلورو ورکو شویو پسې د لټون عملیاتو یې پرون نتیجه ورنهکړه.
تر اوسه د دغې الوتکې د راغورځېدو علت نهدی څرګند شوی.