په هرات کې د وروستیو څو ورځو د شدیدې سړې هوا له کبله لږترلږه ۲۲ تنه په روغتونونو کې بستر شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د ایمرجنسي یا بېړنۍ څانګې مسوول فرهاد افضلي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له مړینې ژغورل شوي، خو لا هم سخت ساړه دوام لري.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تودوښې درجه تر منفي ۳۰ درجو پورې ټیټه شوې چې دا په وروستیو څو لسیزو کې کمسارې ده.