د هند کرکټ لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي ویرات کهولي د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم سلیزه ووهله.
هغه په دویمه لوبه کې په څلور منډو سوځېدلی و او په لومړۍ لوبه کې یې ۱۱۳ منډې کړې وې.
په اوسنیو کرکټرانو کې ویرات کهولي تر هرچا ډېرې ۷۴ سلیزې وهلې دي او دا یې د یو ورځنیو سیالیو ۴۶مه سلیزه ده.
تر دې دمه په نړیوال کرکټ کې د ډېرو سلیزو ویاړ بل پخوانی هندی کرکټر سچن ټنډولکر لري، هغه ۱۰۰ سلیزې وهلې دي.