یوه الوتکه چې ۷۲ کسان په کې سپاره وو، نن په نیپال کې لوېدلې ده.
د نیپال د هوايي چلند ادارې په دې پېښه کې تر دې دمه د لږترلږه ۴۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي.
د نورو هغو مسافرو د مرګ او ژوند حال هم نه دی معلوم او د لا زیاتو خلکو د وژل کېدو وېره ځي.
د یتي هوايي شرکت چې دا دوه ماشینه الوتکه ورپورې اړوند وه ویلي چې الوتکه په محلي وخت لس نیمو بجو د نیپال له مرکز کتمندو والوته، خو مقصد ته چې د نیپال لوېدیځ ښار پوخارا وو تر رسېدو پنځه دقیقې مخکې ولوېده.
د کتمندو او پوخارا تر منځ فاصله پنځه ویشت دقیقې پرواز دی.
الوتکه د یوه سیند په غاړه لوېدلې او اور یې اخیستی دی.
همدې چارې هم د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي دي.
که څه هم د نیپال هوايي چلند په دې وروستیو کلونو کې وده کړې، خو لا هم د عملې د ناکافي روزنې او د وسایلو د ساتنې په برخه کې کمزوري هغه عوامل دي چې د نیپال په هوايي شرکتونو ډېر حساب نه کېږي.
اروپایی ټولنې د خوندیتوب د نشتوالی په سبب د نیپال ټولې الوتکې له خپل فضایي حریم څخه منع کړې دي.
نیپال چې د هیمالیا د دنګو غرونو په لمن کې پروت وړوکی هېواد دی د نړیوالو ګرځندویانو او غرختونکو یو اصلي مقصد دی خو تر دې مخکې هم ګڼې خونړۍ هوایي پېښې په کې شوي دي.
د نیپال دا دنګ غرونه او د هوایي ډګرونو موقعیتونه د پیلوټانو خورا مهارت ته اړتیا لري چې اکثر وخت ننګونې ورته جوړوي.
د ۲۰۲۲ کال په می کې، د نیپالي ایرلاین تارا ایر الوتکه کې سپاره ټول ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې، د یو ایس بنګله ایرلاینز یوه الوتکه د کتمندو د بدنامه ستونزمن نړیوال هوایی ډګر سره نږدې نسکوره شوه، چې ۵۱ کسان یې ووژل.
تر ټولو خونړۍ پېښه بیا په ۱۹۹۲ کال کې شوې وه چې د پاکستان نړیوال هوايي شرکت پي ای اې یوه الوتکه کتمندو ته په لار ولوېده او ټول ۱۶۷ سورلۍ یې ووژل شوه.
په هماغه کال دوه میاشتې مخکې له دې پېښې یوه بله الوتکه هم چې د تایلند هوايي شرکت وه کتمندو سره ولوېده او ۱۱۳ کسان په کې ووژل شول.