د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده ووژل شوه.
د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې پېښه تایید کړه.
د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، نبي زاده د کابل په دولسمه ناحیه کې د یکشنبې په ورځ په خپل کور کې د ناپېژانده وسله والو برید کې وژل شوې ده.
ځدراڼ وویل، په پېښه کې د نبي زاده یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.