Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز؛ هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو او تحصیل تر بندیز او پر دې پرېکړې د معترضو ښځو له ځپلو وروسته په هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي.



په دغو اعتراضونو کې معترضې ښځې د "زده‌کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ" شعارونه په دېوالونو لیکي او خلک د خپل حق غوښتنې ته رابولي.


د هرات ولایت اوسېدونکې مهرناز هغه څوک چې د زده‌کړو د حق غوښتنې په بېلابېلو ډله‌ییزو او انفرادي اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وایي، د لومړي ځل لپاره‌یې تېره شپه په هرات کې د هاتفي ښوونځي پر یوه دېوال 'زده‌کوونکو، زده‌کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ' شعار ولیکه او دې لړۍ ته دوام ورکوي.


مهرناز وایي، تېره اوونۍ یې د طالبانو د دغه پرېکړې په وړاندې لاریونونه پیل کړل، خو د طالبانو له لوري اجازه ورنه‌کړل شوه، خو اوس دا ډول خپل غږ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پورته کوي.


مهرناز زیاتوي: "بالاخره موږ وپتیېله چې خپل فعالیتونه د شپې ترسره کړو. موږ د الله اکبر، تعلیم حق ماست، یا ټول یا هېڅ څوک، د قران په احترام له ښځو حق مه‌اخلئ دا شعارونه مو په بریالي توګه خپل د کورونو له بامونو بدرګه کړل، خو له بده مرغه زموږ دا ټول فعالیتونه د شپې و، ځکه موږ ته اجازه نه‌راکول کېده، بیا مو دا کار د ښوونځیو له دېوالونو راپیل کړ، ځکه ښوونځي مو انتخاب کړل چې ښوونځی تر ټولو لومړنی ځای دی چې ماشوم هلته پل ږدي او د خلکو ډېر پام ورته اوړي."


یوه بله اعترض کوونکې مرجان چې د تېرې اوونۍ په لاریون کې یې برخه اخیستې هم ورته خبره کوي او وايي، د اعتراض پر مهال ورسره د طالبانو له لوري ناوړه چلند وشو، خو په خبره‌یې د د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د بندیز د پرېکړې په وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.


مرجان وايي: "زده‌کړې زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو، له خپل حقه نه‌تېرېږو، «اقرا 'ولوله' جنګ کوه او مبارزه کوه» دا شعارونه مو په بنرونو لیکل او د کورونو په دروازو مو لګول څو خلک‌یې وویني او موږ خپل حق واخیستلی شو. لوستل او لیکل په هرې ښځې او نارینه فرض دی. طالب چې ځان د اسلام پيرو بولي، نو ولې دوی د خدای او د رسول خبره نه‌مني؟"


دا وایي، تر هغه وخته خپلې دې مبارزې ته دوام ورکوي چې طالبان له خپلو پرېکړو په شا شوي نه‌وي.


که څه هم دوی په یاد اعتراض کې د ټولو شریکو معترضو نجونو او ښځو شمېر په ډاګه نه‌کړ، خو وايي چې ډېری هغه نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي له دوی سره په دغه اعتراض کې ونډه لري.


طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې، د دې ترڅنګ‌يې په وروستي اقدام کې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.




طالبانو دغه‌شان مېرمنې تفرېحي پارکونو، ورزشي سټدیومونو، عمومي حمامونو ته له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته‌يې د مېرمنو په سفر هم کلک بندیز لګولی دی.


پر طالبانو انتقادونه کېږي چې بېرته د وخت په تېرېدو سره د خپل لومړۍ دورې محدودیتونو ته‌یې مخه کړې ده چې هغه وخت هم نجونو د تعلیم او تحصیل، دغه‌راز ښځو د کار کولو اجازه نه‌درلوده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus