Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان ته د درملنې لپاره تللي سلګونه افغانان اوس هم د دغه هېواد په زندانونو کې دي

په سلګونو بې اسناده افغانان چې د پاکستان کراچۍ ښار ته د درملنې لپاره تللي، اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي.


فواد زیارمل د فاریاب ولایت د میمنې ښار اوسېدونکی دی، چې مور او پلار یې د لړم میاشتې په پنځمه په کراچۍ کې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا نیول شوي و.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل، چې پلار يې د سرطان ناروغي درلوده او له مور، ماما او مامي سره یې پاکستان ته تللى و، له څلوېښتو ورځو وروسته یې پلار په زندان کې مړ شوى او مور يې چې لا هم په زندان کې ده چې د مېړه له مړینې نه‌ده خبره.




نوموړی وايي: "دوی سره هغه اسناد وو، چې ډاکټر ورکړي وو، ډاکټر ویلي وو چې هره میاشت د معاینې لپاره راشئ بیا بېرته ولاړ شئ، تاسو په همدغه اسنادو دلته راتللی شئ. د ډاکټر اسناد یې په لاس کې وو، دوی د سپین بولدک له پولې څخه واوښتل او کراچي ته ولاړل، هلته د پولیسو له‌خوا ونیول شول ، ٤٠، ٤٥ ورځې وروسته مې پلار په زندان کې مړ شو. مور مې ، ماما مې او مېرمن یې لا هم په زندان کې دي."




په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ، د فواد زیارمل د پلار د مړینه تاییدوي.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې افغانستان ته د هغه د جسد د لېږدولو هڅې روانې دي.


نوموړې وويل: "د پاکستان په کراچۍ ښار کې دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰ افغان کډوال بندیان دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، اوس هم له موږ سره د عبدالخلیل په نوم یو جسد شته، چې د ډسمبر په ۱۵مه په علي جناح روغتون کې مړ شوی و، افغانستان ته د هغه د جسد د لېږدولو اداري چارې روانې دي. مېرمن یې بي بي پري ګل چې په زندان کې ده او هغه هم ناروغه ده، د خپل مېړه له مړینې خبره نه ده."




د اغلې کاکړ په خبره، لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د دوی خبرې روانې دي، چې ژر تر ژره په زندان کې پراته افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.


په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت جنرل قونسل سیدعبدالجبار تخاري، هم ازادي راډیو ته وویل، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړې دي.




نوموړی وايي: "نږدې ۵۲۸ افغانان بندیان دي، چې په حیدراباد کې د بندیانو شمېر ۳۲۱ دی او په کراچۍ کې نږدې ۹۴۷ بندیان دي، له حیدراباد څخه ۱۹۷ بندیان او له کراچۍ څخه ۷۸ بندیان، د خوشې کېدو په حال کې دي چې ښځې، ماشومان او نارینه په‌کې شامل دي."


د افغان کډوالو بندي کېدل چې ډېری یې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو، غبرګونونه راپارولي دي.


هغه عکسونه او ویډیوګانې چې ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، ښیي چې ماشومان او ښځې په زندانونو کې په ډېر بد حالت کې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus