Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو شمېر پانګه‌وال: د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړو او کار پر ادارو هم طالبانو بنديز لګولی

د یو شمېر تحصیلي او کاري موسسو پانګه‌وال وایي، دوی چې د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړې او کار زمینه هم برابره کړې، د طالبانو حکومت یې تر بل امر پورې په فعالیت بندیز لګولی دی.


کابل کې د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز مؤسس او پانګه‌وال ډاکټر عزيزالله امير وايي: "هیڅ اسلامي نظام به داسې مرکز په اینده دېرش څلوېښت کاله کې جوړ نه‌شي کړای، چې ټول خدمات د ښځو له‌پاره ښځو ته وي، زه خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي."


نوموړي د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدلو په تړاو خواشیني څرګنده کړه.




ښاغلي امير ازادي راډیو ته وویل، چې په مورا پوهنتون کې له رئیسې څخه نیولې تر بڼوالې او نلدوانې پورې ټولې کارکوونکې ښځینه دي.


نوموړی وايي: "د خویندو له‌خوا څخه داسې خدمتونه چې هغه ټول په یوه محرم، شرعي او افغاني ماحول کې و ،بندېز ورباندې ولګېده، د دوی خدمتونو په ټوله نړۍ کې ساری نه‌ درلود، زه ډېر زیات خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي. په دې مرکز کې هیڅ ډول شرعي مشکل نه و، موږ حاضر یو چې هر چا ته چلنج ورکړو چې که یې له دې نه ښه شریعي او اسلامي مرکز جوړ کړای شوی، موږ به دغه خپل تعلمي او تحصلي مرکز په ډالۍ کې ورکړو."


نوموړی وایي، چې مورا تعليمي او تحصيلي مرکز شپږ کاله مخکې، د وړکتون، ښوونځي، د لوړو زده‌کړو د انستيتيوت او پوهنتون په درلودلو سره د ښځینه زده‌کوونکو او محصلینو پرمخ پرانیستل شو.




په ورته وخت کې د کابل په شهرنو سیمه کې د غزنيوال فیشن په نوم د افغاني جامو جوړولو مؤسسې بنسټ ایښودونکې سعیده غزنیواله هم وایي، په داسې حال کې، چې د تولیدې مؤسسې تولې کارکونکې یې ښځې وې د طالبانو حکومت له‌خوا په‌کې ښځینه کارکوونکو ته په ورتګ بندیز لګول شوی دی.




نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې دې ښځو په خپل کار سره خپلو کورنیو ته نفقه برابروله.


اغلې غزنيواله وايي: "ښځینه کارکونکې مې ګمارلې وې او هغه کونډې چې په کور کې وې او د بچو د ساتنې له وجې له کور نه بهر کار کول ورته سخت و، هغو ته مې کورونو ته خام مواد ورلېږل چې لاسي ګنډل وکړي. بیا مې بله مېرمن ورلېږله چې ورنه رایې‌وړي، کار ډېر ښه روان و او ډاډه وم چې زموږ کار به همداسې روان وي، ځکه د ښځو له‌خوا ښځو ته کار و او ټولو حجاب هم کاوه. خو له بده مرغه یو په یو فضا بدله شوه، پرته له کوم دلیله په موږ باندې بندېزونه ولګېدل، زه یې هم له کار څخه راوشړلم او دوکانونه یې هم بند کړل، چې دا حالت زما له پاره ډېر زیات ځورونکی دی."


وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ویاند عبدالرحمن حبیب نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدلو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو بیا ازادي راډیو مخکې په وار وار د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ویاند حافظ ضیا الله هاشمي سره د خبرو هڅه کړې وه خو ځواب یې نه و تر لاسه کړی.




د طالبانو حکومت د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ښځینه محصلانو پر مخ تر بل امر پورې پوهنتونونه وتړل او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یې بیا په یو بل اعلان کې په ټولو نا دولتي او کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار هم منع کړ.


تر دې وړاندې بیا له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو او پارکونو، ورزشي کلبونو او ښاري حمامونو ته هم د ښځو په تګ بندیز لګېدلی و.


دغه شان حجاب پرې اجباری شوی او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نه‌لري.


د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو دې محدودیتونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه‌دي بدلې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus