اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو د دغه هېواد په ختيځ کې جګړه پيل کړې
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په فېسبوک کې لیکلي دي چې په بخموت کې پروسږکال اویا زره کسان اوسېدل او اوس د ګوتو په شمار ملکیان هلته پاتې دي.
د اوکرایني چارواکو او سیمهییزو سرچينو په وینا د اوکراین په جنوب کې بیا روسي ځواکونو د خرسون په ګډون په یو شمېر سیمو کې ملکي اهداف په نښه کړې دي.
روسي پوځیان د اوکراین په ختیځ کې د شاوخوا شپېتو اوکرایني پوځیانو د وژلو ادعا کوي او وایي چې په لوهانسک کې نږدې دېرش نور اکرایني پوځیان وژل شوي دي.
دا ګرانه ده چې د جګړې د ډګر راپورونه تأیید شي.