Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د 'اسلامي دولت' ډلې د فعاليتونو په اړه يو ځل بيا اندېښنې راپورته شوي

د داعش ډلې له‌خوا په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندان له وژل کېدو وروسته اوس یو شمېر پوځي او سیاسي کارپوهان د دغې ډلې فعالیت د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ بولي.


يو کس چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته يې وویل، چې وروستیو بریدونو اندېښمن کړی.




نوموړی وايي: "افغانستان باید د نورو هېوادونو په څېر خوندي وي، ځکه که دا کار ونه شي، نو دا به د افغانستان د وګړو او هغه چا لپاره مناسب نه‌وي چې د افغانستان په څېر په یوه ځای کې اوسېږي او تل به دا فکر کوي چې له افغانستانه ووځي."


په تازه انتحاري بريد کې چې د دوشنبې په ورځ د بدخشان ولايت په فيض اباد ښار كې وشو، د طالبانو د حكومت د كورنيو چارو وزارت په وينا، د بدخشان ولایت د امنيه قوماندان عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسه په‌کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.


د یاد برید مسولیت د داعش خراسان څانګې ومانه.




د پوځي او سیاسي چارو يو شمېر پوهان وايي، چې لګول شويو بندیزونو، بې‌وزلۍ او د طالبانو د حکومتولۍ ناسمې کړنلارې ته په کتو سره به له دې وروسته په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو په ځانګړې ډول د داعش وسله‌والې ډلې فعالیتونه زيات شي.


د چارو پوه اسدالله نادم ازادي راډيو ته وویل: "په حقیقت کې د طالبانو اوسنۍ کړنلاره او د افغانستان د بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سخت دريځ د دې لامل شوی چې ترهګرې شبکې په اسانۍ سره ساه واخلي او د خلکو په منځ کې د ځان لپاره د جلب او جذب په هدف کار وکړي."




په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي هم په دې باور دی چې د طالبانو پر وړاندې په بدخشان کې د پرونۍ چاودنې په څېر بریدونه د هغو مخالفو کسانو کار دی چې له طالبانو سره يې ستونزې درلودې او اوس په نورو ترهګریزو ډلو کې جلب شوي.


نوموړي دغې وضیعت ته اندېښنه وښوده او ازادي راډيو ته یې وویل: "د دې بریدونو عاملین هغه کسان دي چې څو کاله وړاندې د طالبانو په لیکو کې وو، اوس داعش ته ورغلي او د طالبانو له واکمنۍ څخه خوښ نه‌دي او شونې ده چې دا بریدونه زیات شي. دا هغه کسان دي چې طالبان ښه پېژني او په هغو کلونو کې يې جګړه کوله چې امريکايي پوځيان په افغانستان کې مېشت وو، اوس طالبانو ته ډېرې پيسې رسېدلې دي، خو دوی ته څه نه‌دي رسېدلي او دوی په چټکۍ سره نورو ډلو ته جذبېږي او د طالبانو پر ضد بریدونه کوي."




د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دغو پوځي او سیاسي پوهانو د ادعاو او اندېښنو په اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي و، چې دوى داعش ډلې ته ماتې ورکړې ده.


که څه هم ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، له افغانستان څخه به نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نه پېښیږي خو څه موده وړاندې په نوي ډیلي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکو په یوه غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش ډلې له حضور اندېښنه ښودلې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus