Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا او عربستان په پاکستان کې خپلو اتباعو او ډیپلوماټانو ته امنیتي خبرداری ورکړی

سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتونو په پاکستان کې خپلو اتباعو او د سفارت کارکوونکو ته امنیتی خبرداری ورکړی دی.


په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت دوشنبه ماښام په دې اړه په خپل ټوېټر یو بیان خپور کړی.


په بیان کې د سفارت ټولو کارکوونکو او د سعودي عربستان اتباعو ته چې په پاکستان کې دي خبرداری ورکړل شوی چې د امنیتي وضعیت سختېدو ته پام دې له غیر ضروري سفرونو او بهر ته له تګ ډډه وکړي.


سفارت همدارنګه په اسلام اباد کې د سفارت او په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ عاجلې شمېرې هم شریکې کړي چې د ستونزو په وخت کې دې د عربستان اتباع خبر ورکړي.


د سعودي عربستان سفارت د امنیتي وضعیت د سختېدو په اړه جزییات نه دي ورکړي خو تر هغه یوه ورځ مخکې د ډسمبر په ۲۵مه د امریکا سفارت په اسلام اباد کې خپلو کارکوونکو او امریکایانو ته خبرداری ورکړی وو چې د پلازمېنې په یوه مشهور هوټل کې پر امریکایانو د احتمالي برید په اړه اطلاعات ور رسېدلي.


تر دې خبرتیا مخکې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت کارکونکي د تېرې اوونۍ په پیل کې د اسلام اباد په څنډه کې له یوه ځانمرګي برید وروسته په لوړ خبرداری کې وو.


په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، واشنګټن داسې معلومات ترلاسه کړي چې پر اساس یې نامعلومو کسانو د اسلام اباد په ماریوټ هوټل کې پر امریکایانو د برید پلان درلود.


د دغه سفارت په وینا د دغه برید احتمال د نوي کال د رخصتیو پر مهال دی.


ماریوټ هوټل د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې د یوه خونړي برید هدف ګرځیدلی وو چې په کې ۵۴ کسان وژل شوي وو او ۲۶۶ تنه نور ژوبل وو.


په وژل شویو کې څو بهرني ډپلوماټان او دری امریکایان شامل وو.


وروسته معلومه شوه چې برید القاعده ډلې کړی دی.


دا هوټل اکثر د بهرنیو مېلمنو، ډپلوماټانو او شتمنو ګرځندیوانو کوربه دی.


پاکستاني چارواکو لا سمدستي د امریکا او سعودي عربستان د سفارتونو د دې اعلامیې په تړاو څه تبصره نه ده کړې، خو د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري واشنګتن ته په سفر کې ویلي وو چې هېواد یې د ترهګرۍ ضد قاطع اقدامات کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus