Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو افغان انځورګر 'د مرميو واکمني' طرحې عملي کولو له لارې د ځانګړي پيغام رسولو په لټه کې دی

انځورګر اقبال ترنک وايي، په خپله یوه هنري طرحه کې د مرمیو یوه څوکۍ جوړوي او دې طرحې ته یې "د مرمیو واکمني" نوم ورکړی.


ښاغلی ترنک وايي، د دې هنري طرحې د جوړولو خیال خپل یوه کلیوال ورکړ چې د دهشکې له مرمیو څخه یې لاس ګاډي (کراچۍ) ته لاستي جوړ کړي وو.


نوموړی وايي: "ما له ځان سره وویل چې زه هم له دې مرمیو د هنر په برخه کې یو څه جوړولای شم چې یو ښه مفهوم په‌کې وړاندې کړم، کله چې کابل ته راغلم په دې اړه مې څېړنې پيل کړې."




اقبال ترنک وايي، "د مرمیو واکمني" طرحې د جوړولو لپاره د انسټالشن هنر څخه کار اخلي، چې په دې هنر کې هنري اثار د نصبولو او نښلولو له لارې رامنځته کېږي.


نوموړی زیاتوي چې د دې هنري طرحې د جوړولو په خاطر یې له ولېډېنګ کار او ګیس کار سره هم څو میاشتې کار کړی.




ښاغلی ترنک وايي: "دوه یا دوه نیمې میاشتې مې په ولډېنګ کارۍ کې کار کړی، بیا وروسته چې پوه شم چې مرمۍ په ولډېنګ سمې نه وصلېږي او کله کله ویلې کېږي، بیا مې له ګیسي کار سره یوه میاشت کار وکړ."



اقبال ترنک وايي، په کابل کې یې له ډېرو مسوولينو سره د "مرمیو واکمني" هنري طرحې په اړه خبرې کړې وې، خو په خبره یې، د هغوی له‌خوا اجازه نه ورکول کېدله.


نوموړی وايي، سره له دې چې په جرمني کې د طرحې د منلو ژمنه ورسره شوې خو اوس یې هم یوه اندېښنه دا ده چې ایا په دې هېواد کې به د داسې یوې طرحې د جوړولو اجازه ورکړل شي چې د مرمیو په شپيلو یا پوچکو جوړېږي.


ښاغلی ترنک وايي، د دې څوکۍ جوړول ډېر وخت نه‌غواړي او که ژر یې د جوړېدو اجازه ورکړل شي، په څو میاشتو کې به دا اثر جوړ او نندارې ته وړاندې کړي.




اقبال ترنک په غزني کې زېږېدلی، د کابل پوهنتون په ښکلو هنرونو پوهنځي کې یې تر ۷ سمستره د معاصرو هنرونو په برخه کې زده‌کړې کړي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته کډوال شوی چې اوس هلته د هنر په برخه کې د زده‌کړو ترڅنګ هنري فعاليتونه هم کوي.


اقبال ترنک داسې مهال د مرمیو څوکۍ جوړوي، چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان هنر او ادب تر ډېره له جګړې متاثر و او په هنري اثارو کې د جګړو اغېزې له ورایه ښکاري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus