Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټېسټ کرکټ سیالۍ؛ پاکستان د نیوزیلنډ او اسټرالیا د افریقا کوربتوب کوي

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کوربه هېواد او نیوزیلنډ ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پيل شوې ده چې پاکستان توپ وهنه کوي.


پاکستان پچه ګټلې او توپ وهنه کوي.


پاکستاني لوبډلمشر بابراعظم یو وار بیا سلیزه جوړه کړې ده او له پخواني لوبډلمشر سرفراز احمد سره یې ۱۹۶ منډې ملګرتیا وکړه.



د بابراعظم ریکارډ او لاسته راړونې


د یوه پاکستاني توپ وهونکي په توګه بابراعظم په ۲۰۲۲ کال کې تر دې دمه ۲۴۷۷ منډې جوړې کړې او تر ټولو پاکستاني توپ وهونکو مخکې شو.


دغه ریکارډ پخوا له محمدیوسف سره و چې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې یې ۲۴۳۵ منډې کړې وې.


همدارنګه یې په یوه کال کې د ډېرو نیمه سلیزو جوړولو ویاړ هم پخپل نوم کړ.


نوموړي تر دې دمه په یوه کال کې ۲۵ ځله نیمه سلیزې وهلي دي او دا ریکارډ مخکې له ریکي پواینټینګ سره و چې په ۲۰۰۵ کال کې یې ۲۴ نیمه سلیزې وهلې وې.


د غوراوي کمېټې د مشر په توګه د شاهد افريدي ټاکنه او د سرفراز احمد بېرته راتګ

پاکستان د خپل کرکټ بورډ له مشرۍ رمیز راجا لرې او پرځای یې نجم سیټي راوست.


کله چې سيټي د کرکټ مشري پیل کړه هغه د غوراوي کمېټې یوه لنډ مهالې ډلګۍ وټاکله چې مشري یې پخواني کرکټ شاهد افریدي ته ورکړه او په کمېټه کې ورسره عبدالرزاق، هارون رشید او افتخاراحمد وټاکل شول.




افریدي په خپل لومړني کار کې درې لوبغاړي میرحمزه، ساجدخان او شهنواز دهاني د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ سیالیو په نوملړ کې زیات کړل، چې میرحمزه په ننۍ لوبه کې هم شامل دی.


په ټولنیزو رسنیو کې وروستیو خبرونو ویلي دي چې د پاکستان د ټېسټ سیالیو مرستیال لوبډلمشر محمد رضوان هم ښايي د افريدي له لوري له سیالیو کېنول شوی وي او پر ځای یې سرفراز احمد غوره شوی دی.


محمد رضوان په څو ورستیو ټېسټ سیالیو کې د پام وړ لوبې ونه کړې او پاکستان د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ لوبلړۍ ۳ـ۰ وبایلله.




۳۵ کلن ویکټ کيپر توپ وهونکی سرفراز خپله وروستۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې له سویلي افریقې سره کړې وه او د لوبډلمشر په توګه یې په یوه پاڼۍ کې ۵۰ منډې کړې وې او په دویمه کې په صفر سوځېدلی و.


هغه تر اوږد انتظار وروسته راستون شو او نیمه سلیزه یې جوړه کړه چې تر دې دمه نا سوځېدلی ولاړ دی.


بل لورته د سویلي افریقا او کوربه اسټرالیا ترمنځ دویمه ټېسټ سيالي تېره شپه پیل شوې ده چې افریقا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۹ منډې وکړې او اسټرالیا تر دې دمه بیا د خپلې لومړۍ پاڼۍ پيل ښه کړی دی.


اسټرالیا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې سویلي افریقا ته یوازې په دوو ورځو کې ماتې ورکړې وه او د کرکټ اکثرو لوبغاړو د ګابا لوبغالي په ویشتنځای نیوکې وکړې او هغه یې د ټېسټ لوبو لپاره نامناسب یاد کړ.


د یادونې ده چې اسټرالیا تر دې دمه د ټېسټ اتلولۍ د لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام او سویلي افریقا درېیم مقام لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus