راميز الکبروف د طالبانو د اقتصاد وزير ته: په مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز پرېکړه مو لغوه کړئ
یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه لیکي، میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د خنډونو لېرې کول حیاتي دي.
طالبانو د شنبې په ورځ افغان نجونې او ښځې غیر دولتي موسسو سره له کار کولو منع کړې.
دې پرېکړې پراخ غبرګونونه را پورته کړي، هغه چې طالبان یې له امله خورا سخت غندل شوي دي.