Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ابزرور څېړنیز بنسټ: افغانستان د اسیا په کچه د خوړو د نه خونديتوب برخه کې په لومړۍ درجه کې دی

ابزرور څېړنیز بنسټ وايي، افغانستان د خوړو او تغذیې په برخه کې د سویلي اسیا تر ټولو نا خوندي هېواد دی.


دې بنسټ چې مرکز یې په هندوستان کې دی نن په خپله تازه څېړنه کې ویلي، د دوی د څېړنې پایله ښيي چې د ۱۳۶ هېوادونو ترمنځ افغانستان د ۲۹،۹ نمرو په درلودو، په سویلي اسیا کې د خوړو او د تغذیي نه خوندیتوب له امله په لومړۍ درجه کې دی.


دې څېړنه کې هند، پاکستان، نیپال او سریلانکا نور هغه هېوادونه یاد شوي چې له افغانستان وروسته، د خوړو د نه خوندیتوب له لوړ ګواښ سره مخ دي.




ابزروز څېړنیز بنسټ وايي، دا وضعیت د یوې منطقې لپاره چې ۶۰۰ میلیونه ماشومان په کې ژوند کوي او ۳۳ سلنه وګړي یې له سختې لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ دي، اندېښمنونکی دی.


دا څېړنیز بنسټ که څه هم په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې له پنځو کلونو د کم‌عمره ماشومانو د مړینې شمېره کمه ښيي، خو زیاتوي، یوازې ۲۰۲۲ کال کې په دې هېواد کې ۱،۱ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.


ابزرور د دې وضعیت لاملونه جګړه، وچکالي، طبیعي پېښې، سیاسي او اقتصادي وضعیت او پر افغانستان د اوکراین د جګړې اغېز بولي.




په دې څېړنه کې د خوړو د نه خوندیتوب له امله، د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان د اته دېرش اعشاره دوه سلنې په لرلو سره، هغه هېواد بلل شوی چې د وګړو قدونو یې سم رشد نه‌دی کړی.


ابزرور څېړنیز بنسټ وايي، اړتیا ده چې د دې وضعیت د ښه‌والي لپاره د سویلي اسیا په هېوادونو کې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب اوسنۍ پالیسۍ و ارزول شي.




له طالبانو مو په افغانستان کې د افغانانو د خوړو د خوندیتوب او د بې‌وزلۍ د کمېدو په برخه کې د دوی د هڅو او پلانونو په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه کړ.


هاخوا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرنسیس د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د جګړې او قحطۍ په اړه اندېښنه ښودلې.




پاپ پرون د کرسمس په مناسبت په خپلو خبرو کې ویلي، په یو شمېر په ځانګړي ډول افغانستان او د افریقا په ځینو هېوادونو کې جګړو وضعیت کړکېچن کړی او خلک یې له قحطۍ سره مخ کړي دي.


هغه زیاته کړې: "موږ پوهېږو چې هره جګړه لوږه رامنځته کوي او خواړه د وسلې په توګه کارول کېږي او هغه خلک چې ورته اړتیا لري او له‌مخه لا ځورېږي، دوی ته یې د وېش مخه نیول کېږي."




په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب او د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه راپور داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز په اعلان سره، ۵ نړیوالو مؤسسو چې د افغانانو لاس‌نیوی یې کاوه، خپلې چارې ځنډولي دي.


هغه څه چې په دغه هېواد کې یې د بې‌وزلۍ او لوږې په اړه اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus